د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۳
منتمنت

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د ۱۲ قلمه چاپي قرطاسیې برابرولو او پېرلو قرارداد، د کابل مرکز، ټایمني پروژې اړوند د «حبیب‌الله حسیب ګروپ» بسته‌بندۍ شرکت ته د ۲۶ میلیونه او ۷۵۱ زره افغانیو په ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي، خپل اعتراض د دغې خبرتیا له خپرېدو څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار، ده افغانانو سیمې ته څېرمه، په محمدجان خان واټ کې موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده؛ تر هغه چې د یادې مودې له بشپړېدو او د قانوني پړاوونو له طی کولو وروسته قرارداد په رسمي ډول نه وي منعقد شوی، د قرارداد د عقد په توګه نه ګڼل کېږي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS