لوګر ولایت کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۹ بابه ښوونځیو ودانۍ ورغول شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۴۸
41

د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۳۶ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ۴۹ بابه ښوونځیو ودانۍ ترمیم او بیارغول شوې دي.
په یاده پروژه کې د درسي ټولګیو ترمیم، د احاطوي دېوالونو او تشنابونو بیارغونه، د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبول او د نورو اړینو ملحقاتو رغنیزې چارې شاملې دي.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، د دغو ښوونځیو د بیارغونې په بشپړېدو سره به زرګونو زده‌کوونکو ته غوره او مناسب چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۴۵
Background image

د کابل ولایت په میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې ۳۵۰ تنو ښوونکو ته اصلاحي او ښوونیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ولایت پوهنې ریاست اړوند ۳۵۰ تنو ښوونکو ته یو ورځنۍ اصلاحي او ښوونیزه برنامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د اسلامي زده کړو د کیفیت ښه والي په موخه په څلورو ولایتونو کې شپږ ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست، د نوي تعلیمي کال د عملیاتي پلان پر بنسټ، د اسلامي زده کړو د کیفیت ښه والي او د انکشاف مسلکي مدرسینو د ظرفیت لوړولو په موخه په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د بدخشان ولایت د مسلکي پراختیا مدرسینو لپاره شپږ ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست کې د مسلکي پراختیا مدرسینو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه، د مسلکي ظرفیتونو لوړولو، د تدریسي میتودونو د ښه والي او د مدرسینو د ښوونیزو مهارتونو پیاوړتیا په. . .

BACK TO NEWS