سوال او ځواب

  • د افغان نجونو د زدکړو لپاره برتانیا له افغانستان سره اتیا میلیون ډالره مرسته وکړه

    د برتانیا حکومت وايي، د افغان نجونو د زدکړو سره د مرستې لپاره افغانستان ته اتیا میلیون ډالر ور کوي.
    کابل کې د برتانیا سفارت وايي، دا پیسې به نږدې اویا زره افغان نجونو ته د زدکړو زمنیه برابره کړي.
    د برتانیا د حکومت په خبره، ټاکلې ده دا پیسې په دوو روزنیزو پروژو کې ولګېږی چې له مخې به یې افغان نجونې په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې پرمختګ وکړي.
    د دې پروژو له مخې هڅه کېږي چې افغان دولتي ښوونځیو کې د ښوونې رودې او د ښوونځیو چاپېریال لا ښه شي او د زدکړو نور اړوند پروګرامونه پلي شي.
    د برتانیا سفارت خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي: دا چاره له افغان نجونو سره مرسته کوي چې ښې دندې ولري، د ځان او کورنیو ملاتړ وکړي او د افغانستان په وده کې ښه رول ولوبوي.
    د افغانستان پوهنې وزارت د برتانیا د دې مرستې هرکلی کوي او وايي، چې دا پیسې به د افغان نجونو د ښوونې یوه برخه ستونزې اوارې کړي.
    له زدکړو د دوه میلیون د ډېرو نجونو بې برخېتوب
    د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د حکومت له هڅو سره سره لا هم له دوو میلیون ډېرې نجونې له زدکړو بې برخې ديږ
    د دغه وزارت ویاند کبیر حقمل بي بي سي ته وویل: نږدې ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه ځي، دا ډول پیسو ته اړتیا شته، د برتانیا مرسته د دې ستونزه یوه برخه اوارولی شي.
    برتانیا پر ۲۰۱۳ کال هم له ۶۰ میلیونو ډېر ډالر د نجونو زدکړو ته ځانګړي کړل او د چارواکو په خبره، د هغو پیسو په لګولو سره له څلور لکو ډېرو ماشومانو ته د زدکړې زمینه برابره شوه.
    خو افغانستان کې ښوونه روزنه په تېره د نجونو زدکړې لا هم له ډېرو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.
    دا په داسې مهال ده چې افغان حکومت روان لمریز کال د ښوونې روزنې کال وباله او له حکومتي ادارو یې وغوښتل چې د روزنې د پیاوتیا لپاره همکاري وکړي.

    سرچینه: بي بي سي پښتو
  • کليو پراخيا وزارت معارف ته شاوخوا ۶۰۰۰ ښوونځي جوړوي

  • د خوست د موسی خېلو اوسېدونکو د نجونو تعلیم جبري کړ

    سرچینه: آزادي راډیو

    د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو په یوه قومي جرګه کې پرېکړه کړې چې د خپلو نجونو د زده کړو مخه به نه نیسي او که کوم چا د دې پرېکړې مخالفت وکړ، نو پنځه زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي.
    د منګلو مشران وايي چې د زامنو په شان يې د لوڼو تعلیم هم ارزښت لري، ځکه هغوی باید خپلو خویندو او میندو ته په هره برخه کې د خدمت کولو جوګه شي.
    د منګلو د قوم یاده جرګه چې د موسی خېلو د ځايي چارواکو په بلنه جوړه شوې وه، د نجونو د جبري زده کړو په پرېکړه لیک کې قومي مشرانو او سپین ږیرو لاسلیکونه کړي او د خوست د پوهنې له ادارې يې غوښتي چې په یاده لېرې پرته ولسوالۍ کې نجونو او هلکانو ته د زده کړو وړ شرایط برابر کړي.
    اخوا د خوست د پوهنې ریئس نصیراحمد روښان چې د موسی خېلو ولسوالۍ ته د زده کړو د ښوونیز بهیر د ارزونې په هدف تللی و، وویل چې د نجونو د تعلیم په اړه د مشرانو له قومي پرېکړې سره به یادې ولسوالۍ ته خپله پاملرنه ډېره کړي.
    ښاغلي روښان زیاته کړه، په دې برخه کې به له همکارو ادارو او موسساتو د مرستې غوښتنه وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې د دې قومي پرېکړې په پلي کیدو سره به د موسی خېلو په ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو تعلیمي بهیر چټک او اغېزمن شي.
     

     

  • د افغانستان په ښوونځیو کې فارغانو ته د برښنايي شهادت نامو وېش پیل شو

    سرچینه: آزادی راډیو
     
    په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ښوونځیو د فارغانو لپاره د برښنايي شهادت نامو د وېش لړۍ پیل شوه.
     
    په افغانستان کې د برښنايي شهادت نامو د وېش لړۍ داسې مهال پیل شوې چې دامهال د هېواد په اکثرو ادارو کې سیستم پخوانی او غیر کمپیوټري دی چې د فساد مجودیت او بېلابېلو نورو ستونزو ته یې لار هواره کړې ده.
     
    خو د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادت نامو رئیس محمد اسماعیل خطاب د شنبې په ورځ په دې اړه د یوې جوړې شوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، د نوې کمپیوټري ټکنالوژۍ په وسيله به، تر ډېره د کاغذ پرانیو او د وخت ضایع کېدو مخه ونېول شي.
     
    نوموړي د دغه نوي سیستم د جوړېدو په تړاو وویل:
     
    "مونږ مخکې له مخکې کاغذونه اخیستي دي چې درې لکه زده کوونکي فارغ لرو، د دوی لپاره مو ضروري لوازم ځای پرځای کړي، اوس لپاره پرنټ یوازې مرکزي کېږي او امکانات محدود دي، خو هڅه کوو چې ټولو ولایتونو ته دا پروسه وغځوو،سیستم ته به معلومات داخلېږي او پروسه ساده کوو، ترڅو د زده کوونکو وخت ضایع نه شي."
     
    په دغې نوې پروسه کې د نتایجو سکن کول، سیستم ته د زده کوونکو د کلنیو نمرو داخلول، په درېیو پړاونو کې سیستم ته د داخلو شویو معلوماتو تأییدول، په ځانګړو امنیتي رمزونو سمبال کاغذ کې په چټک او منظم ډول د شهادت نامو چاپول شامل دي.
     
    دغه شان په نويو شهادت نامو کې د ثبت یو ځانګړی کوډ شته چې د هغې په وسېله هره دولتي او غیر دولتي اداره کولای شي چې د زده کوونکي فراغت په انلاین ډول ثبت کړي.
     
    په ورته وخت کې د ښوونځیو یو شمېر فارغان چې د شنبې په ورځ د برښنايي شهادت نامو د اخیستلو لپاره راغلي وو، د یادې پروسې له پیل څخه یې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په کمه موده کې وتوانېدل چې دغه شهادت نامې واخلي.
     
    دوی وایي،
     
    "یلدا امیري یم، له دولسم ټولکي څخه فارغه یم، زه ډېره خوشحاله یم له دې پروسې نه، دا یوه ډېره ساده پروسه وه، نوم لیکنه مو وکړه، تذکره او عکسونه یې واخیستل او څو ورځې وروسته راغلو شهادت نامه مو واخیسته."
     
    “زما نوم محمد مدثر دی او نن د دې ویاړ لرم چې برښنايي شهادت نامه مې واخیسته، دا ډېره شفافه پروسه وه او په کم وخت کې وتوانېدم چې شهادت نامه واخلم، هيله ده چې دا پروسه ولایتونو ته هم وغځېږي."
     
    د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي د برښنايي شهادت نامو د پیل پرمهال ډاډ ورکړ چې د دوی نظارتي ټيمونه به په ټولو ولایتونو کې له پروسې څارنه کوي او هڅه یې داده چې څو پروسه په پوره شفافیت مخ ته ولاړه شي.
  • به خوست کې دوه زره قراردادي ښوونکي ګمارل کېږي

    د جمعې په ورځ په خوست کې د قراردادي ښوونکو د جذب لپاره له خواوشا هغو پنځو زرو کسانو چې د ګمارلو له شرایطو سره برابر و ازموینه واخیستل شوه.
    د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د ازموینې له ګډونوالو څخه به د ۵۰۰ ښځو په ګډون دوه زر نوي ښوونکي په دندو وګمارل شي.
    چارواکي زیاتوي، د ښوونکو د استخدام لپاره په دې ازموینې سره به، په ټوله کې هغه اندېښنې هم راکمې شي چې ویل کېږي د خوست د ولسوالیو په ښوونځیو کې یو شمېر ښووونکي غیر حقیقي او خیالي دي.
    د خوست د پوهنې رئيس نصیراحمد روښان وویل چې د اټکل له مخې د ښوونکو په دې ازموینه کې شااوخوا پنځو زرو کسانو ګډون کړی چې له دې به دوه زر بریالي کسان د خوست په مرکز او د ۱۲ ولسوالیو په ښوونځیو کې په دندو وګمارل شي.
    ښاغلي روښان زیاته کړه، په دې سره به تر ډېره په ولسوالیو کې د خیالي ښوونکو د شتون اندېښنه له منځه لاړه شي، ټول نوي جذب شوي ښوونکي به د پوهنې وزارت سره راجسټر وي او دوی به د یو پروتوکول پر بنسټ په ښوونځیو کې د تدریس چارې سمبالې کړي.
    د خوست د پوهنې رئيس وړاندې وویل چې د نجونو د ښوونځیو لپاره به هم له دې کسانو پنځه سوه ښځې د قراردادي ښوونکو په توګه وګمارلې شي.
    د رحمن الله نعیم په نوم یو کس چې د ازموینې ګډونوال وو، وايي چې دا ځل د ازموینې صحنه د تېر وخت په پرتله ښه او شفافه ده.
    ده زیاته کړه، هر څوک چې وړتیا او استعداد لري، هغوی به جذب شي او نور کسان به راتلونکو ازموینو ته تیاری ونیسي او په دې سره به حق حقدار ته ورسېږي.
    د حمیدالله په نوم د تریزیو او علي شیرو د ولسوالۍ اوسېدونکي وویل چې د وړ ښوونکو په ګمارنې سره به په روزنیز بهیر کې هم ښه والۍ راشي.
    په خوست کې چې د زده کوونکو درېیمه برخه يې نجونې دي، هغوی لپاره د ښځینه ښوونکو ګمارنه له مهمو غوښتنو څخه ګڼل کیږي.
    په دې برخه کې د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني وايي، ولایتي اداره به د ښوونکو په توګه د ښځو استخدام ته ډېره توجه وکړي.
    د خوست د مرستیال والي په وینا هڅه کېږي چې د وړ او مناسب کدرونو په جذبیدو سره د پوهنې په کیفیت او ښوونیز بهیر کې ښه والۍ راشي.
    آزادی راډیو
     
  • د ښوونکو لپاره د پور د ورکړې صندوق جوړ شو

    د افغانستان د ښوونکو لپاره د پور د ورکړې صندوق جوړ شو.
    د دې صندوق لپاره د پوهنې وزارت د بودجې ۱۵میلیونه افغانۍ بېلې شوې دي.
    د کابینې د غړو او د وزارتونو د مرستیالانو د یوې میاشتې د معاش ۲۰ فیصده برخه هم دې صندوق ته سپارل کېږي.
    په دې اړه پرون چهارشنبه د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه.
    د دې صندوق له پیسو به بې‎وزله ښوونکو ته قرض ورکول کېږي او بیا به د یوه کال په موده کې دا پیسې د هغوی له معاشونو ګرځول کېږي.
    آزادی راډیو
  • لجه منګل: که ښوونځي ته ماشوم نه لېږئ ۵ زره افغانۍ ناغه کېږئ

    سرچینه: بي بي سي پښتو

    د افغانستان په سویل ختیځ د پکتیا په لجه منګل ولسوالۍ کې سلګونه ماشومان او نجونې په لومړي ځل ښوونځیو کې د قومي تړون له مخې شامل شول.
    دغه بې ساری ګام د قومي جرګې له پریکړه وروسته دی چې وايي د ښوونځي عمر برابر ماشومان به ښوونځیو ته ځي.
    دا وخت د لجه منګل ولسوالۍ په ۸ ښوونځیو کې ۴ زره ماشومان په زدکړه بوخت دي.
    د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د قومي جرګې له پریکړې وروسته په لومړي ځل ۲۵۰ نجونې هم ښوونځیو کې شاملي شوې دي.
    د جرګې د پریکړې له مخې، که هرې کورنۍ د جرګې له پریکړې سرغړونه وکړه، قومي جرګې ته به د هر ماشوم پر سر ۵ زره افغانۍ ناغه ورکوي.
    دا ګام په داسې مهال دی چې د روان ښوونیز کال پرانیست غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان ولس وغوښتل چې د ښوونې روزنې په برخه کې پګړه یا حشر وکړي.
    د مرانزې لومړني ښوونځي مدیر نیک محمد وایي چې د جرګې له پریکړې وروسته د دوی ښوونځي ته د کورنیو لخوا د ماشومانو د راوستو لړۍ چټکه شوې ده.
    "هغه زدکوونکي چې پخوا راتلل نه اوس یې پلرونه راولي، دوی وايي د تړون له امله یې موږ ته وسپارل، ورځ کې څلور یا پنځه زدکوونکي راځي".
    د جرګې یو برخوال انجینر ولي محمد وایي، د خپلو ماشومانو د راتلونکي په خاطر یې دا ګام واخیست:
    "سیمه غرنۍ ده نور د بل کار فعالیت لپاره څه نشته د همدې کار لپاره مشرانو شپږ کسیزه جرګه یې جوړه کړه او هغې پرېکړه وکړه چې که څوک د ښوونځي د زدکړو وړ ماشومان لري باید ښوونځي ته یې بوځي او که داسې نه کوي ناغه به ور کوي."
    لجه منګل د پکتيا لرې پرته غرنۍ ولسوالي ده. اوسیدونکي یې زیاتره کرونګر او د څارویو ساتنه او پالنه یې اساسي بوختیاوې دي.
    ۳۵ کلن کومای ۵ زامن لري. نوموړی وایي، زامنو یې له ده سره په ورځینو چارو کې مرسته کوله خو قومي جرګې له پریکړې وروسته یې دوه زامن ښوونځي کې شامل کړل.
    "دا تړون زموږ قومي خبره ده، بیا څوک ترې سرغړونه نشي کولی، که داسې وکړي، وهي ټکوي یې او په مړه ژوندي یې بندوي له قوم یې هم شړي."
     
    ښوونیز کال
    دا ګام په داسې مهال دی چې افغان ولسمشر ۱۳۹۷ لمریز کال ته د پوهنې کال نوم ور کړی.
    نوموړي د نوروز مراسمو کې له ولس وغوښتل چې د پوهنې د پراختیا لپاره ملي پګړه(حشر) وکړي
    محمد اشرف غني زیاته کړه، چی دری نیم ملیونه ماشومان په دې نه دي توانیدلي چې ښونځی ته لاړ شي.
    نوموړي په افغان ښوونیز نصاب کې د سمون راوستلو ژمنه هم وکړه.
     
  • پوهنې وزارت وايي ۵۰میلیونه ټوکه درسي کتابونه چاپوي

    سرچینه: آزادي راډیو
     
    د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په نېږدې راتلونکي کې به ۵٠ میليونه ټوکه درسي کتابونه چاپ کړي.
    دغه وزارت وايي په دې برخه کې د امريکا پرمختيايي ادارې يا «USAID» ورسره د پنځه اويا میليونه ډالره مرسته ورسره کړې ده.
    د پوهنې وزارت د نشراتو رئيس کبير حقمل پرون ازادي راډيو ته نور معلومات ورکړل:
    "له نېکه مرغه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره موږ له USAID څخه ٧۵ میليونه ډالره اخيستي؛ دا اوس چې زه ستاسو خبرې کوم عملاً د ۵٠ میليونه ټوکه کتابونو د چاپ تدارکاتي پروسه پيل شوې ده، په څو مياشتو کې په کافي اندازه کتابونه چاپ او پر زده کوونکو ووېشل شي."
  • د افغانستان د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونه د جدي اصلاحاتو د راوستلو خبره کوي

    سرچينه: آزادی راډیو
     
    د افغانستان د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونه په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې د جدي اصلاحاتو خبره کوي.
    د افغانستان د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو مسؤلین وايي، داسې پلانونه او طرحې يې ترلاس لاندې دي چې په پلي کېدو سره به‌یې د هېواد په ښوونیز او تحصیلي نظام کې د پام وړ بدلون راشي.
    د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهیم شینواري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» ازادي راډیو ته وویل، دغه وزارت د پوهنیز نظام د اصلاح لپاره په درېیو برخو کې يو هر اړخیز پلان جوړ کړی چې د نورو مسایلو سربېره په‌کې د تعلیمي نصاب سمون ته هم جدي پام شوی دی.
    ښاغلي شینواري زیاته کړه:
    "موږ د سمون يو جامع پلان جوړ کړی چې ۲۶ برخې لري. په دغه پلان کې له تشکیله نیولې، تر مسلکي برخو پورې، مالي او تداکاراتو، د زده‌کړو کیفیت، د زده‌کړو د پایلو د ارزولو، د ښوونکو د روزلو او له نورو اړوندو بنسټونو سره د پوهنې وزارت د اړیکو او همغږۍ رامنځته کولو موضوعات ځای کړل شوي دي."
    ښاغلی شینواری وايي، دغه پلان د دوو کلونو په موده کې په درېیو پړاوونو کې پلی کېږي چې د پوهنې په کیفیت به مثبت اغېز ولري.
    دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د يکشبنې په ورځ په بادغیس ولایت کې د وینا پر مهال وویل چې د افغانستان ښوونیز او تحصیلي بنسټونه هغه څه تربیه کوي چې په درد نه‌خوري.
    ښاغلي غني ویلي، د افغانستان د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو روان وضعیت د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه‌دی.
    بل‌خوا د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت هم د تحصیلي نصاب د سمون تر څنګ د يو لړ نورو جدي اصلاحاتو خبره کوي.
    د دغه وزارت مرستیال ویاندې عارفې پیکار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
    "د لوړو زده‌کړو وزارت يو لړ جدي پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي چې يو یې هم د تحصیلي نصاب بیا کتنه او ارزونه ده چې د لوړو زده‌کړو په کیفیت ژور اغېز لري. د دې تر څنګ موږ غواړو چې د څېړنیزو بنسټونو معیار هم لوړ کړو، هڅه دا ده چې زموږ نصاب او تدریس له نړیوالو معیارونو سره برابر شي."
     
  • کندهار؛ سوېل کې د نجونو زدکړو مخکښ ولایت

    د افغانستان سوېلي کندهار ولایت په ښوونځیو کې نژدې ۸۰ زره نجونې درس وايي. دوې لسیزې وړاندې کندهار د سخت دریځي رژیم مرکز ګڼل کېده، چې نجونې یې په ټول هېواد کې له زده کړو بې برخې کړې وې.
    اوس دغه ولایت په سوېل کې د نجونو د زدکړو مخکښ ولایت ګڼل بلل کېږي.
    د هېواد په سوېل کې د غزني ولایت له ځینو ولسوالیو پرته، د افغانستان ډېری سیمې د شاته پاتې دودونو په اسارت کې دي. د لوړ عمر د نجونو زدکړو ته زړه ښه کول یوه لویه ستونزه ده.
    کندهار ته مې د خپل لس ورځني سفر پرمهال د نجونو تعلیم په اړه رپوټ ورکول لومړیتوب و.
    د ګهیځ شاوخوا اوه بجې دي. د ښار په یوه لوی واټ کې د نجونو د لېسې زده کوونکو یوه لویه ډله راغله.
    لمر څرک، د ملالۍ بشیر کالم: د کندهار ښوونځي
    د کندهار جنګ ځپلو سيمو ښوونځي
    د کندهار پنجوايي دوه تړلي ښوونځي بیا پرانیستل شول
    د ښوونځي په یونیفورم کې د نجونو دا سېل یوه ښکلې صحنه جوړوي، دوی په واټ کې ښوونځي ته پلي روانې دي.
    یوه بله ډله بیا د سړک بلې غاړې ته تېرېږي.
    د زدکوونکو پروړاندې د چلوونکو درناوی او دوی ته موټر درول هم د ستاینې وړ خبره ده.
    ملالۍ لېسه؛ د سلګونو نجونو د زده کړې ځای
    د ښوونځي د تفریح له زنګ وهل کېدو شېبې وړاندې د لېسې له مدیرې سره مو ټولګیو ته سر ورښکاره کړ او له زدکوونکو سره مو د زړه خواله وکړل. په سترګو کې یې د روښانه تحصيلي راتلونکي نښې معلومېدې.
    د نهم ټولګي حافظه له هغو نجونو ده چې په جدیت سره وايي، د خپل سبا لپاره نخچه لري، خو د خپلو زرګونو همځولو نجونو په څېر د خپل برخلیک په اړه زړه - نازړه ده. هغې کوزده کړې.
    دا وايي: "غواړم او فکر کوم دوولسم ټولګی پای ته رسولی شم. کورنۍ مې هم اجازه راکوي. له فارغېدا وروسته غواړم پوهنتون ولولم او خپل هېواد ته خدمت وکړم."
    کله چې د تفریح زنګ ووهل شو، د پروانې په څېر زدکوونکو له خوښیو ټوپونه اچول. د لېسې انګړ له نجونو ډک ښکارېده او د راتلونکي درس لپاره یې خپل ذهنونه تازه کول.
    خو لاهم په کندهار کې په کور د ناستو سلګونو نجونو لپاره د ښوونځي د تفریح زنګ ناشنا ښکاري، او ځینو ته به یوه خاطره وریادوي، ځکه د ځینو نجونو د زدکړو وخت شاید د همدغو ټولګیو تر ختمولو وروسته پای ته ورسېږي.
    د ملالۍ لېسې مدیره اناهیتا رحیمي وايي، لوړو ټولګیو ته د نجونو په ورتګ سره، ورو - ورو د دوی شمېر په کمېدو وي:
    "همدا شېبه د واده یو کارت راغلی، سبا ته د دوولسم ټولګي د یوې زدکوونکې واده دی. اونۍ وړاندې د دې ښوونځي درو زدکوونکو ودونه وکړل او ولاړې. دوی نور درس ته دوام نه ورکوي."
    د کندهاریو نجونو د پوهنې ستونزې
    طالبان هغه سخت دریځه ډله وه چې په ۹۰ مې میلادي لسیزې کې یې په افغانستان کې خپل قانون پلي کړی و چې پایله کې د نجونو زدکړه خوب او خیال ګرځېدلي وو.
    په ۲۰۰۱ م کال کې د دغه رژیم دغې له ړنګېدو وروسته د کندهار خلکو هم د نورو افغانانو په څېر د پوهنې په بهیر کې ګام کېښود.
    د تېرو ۱۶ کلونو په اوږدو کې دغه ولایت د پوهنې برخه پاموړ پرمختګ کړی.
    په ۲۰۰۲ کال کې شاخوا ۵۰۰ نجونې ښوونځیو ته لاړې چې د فارغینو شمېر یې له ۱۰۰ نه ډېر نه و.
    په ۲۰۱۶ کال کې ۱۱۷۰۰نجونې ښوونځې ته لاړې او د فارغیونو شمېر یې ۶۵۰ ته ورسېد.
    د کندهار د پوهنې ریس عبدالقهار پیوستون وایي: په نوې کال کې به ۴۰ زره زده کوونکې د کندهار ښوونځيو ته راشي چې له دغه زده کوونکو به ۱۴ زره یې نجونې یې.
    سرچېنه: بي بي سي پښتو
     
پاڼه 1 از 6