په لوګر ولایت کې نېږدې زر تنو ښوونکو ته د کورونو نومرې ووېشل شوې - دپوھنی وزارت

په لوګر ولایت کې نېږدې زر تنو ښوونکو ته د کورونو نومرې ووېشل شوې

د لوګر والي محمد حلیم فدايي وايي چې د ولسمشر په حکم‌یې په ټول ولایت کې ۱۶ زره جریبه ځمکه د ښوونکو د مېنو لپاره ځانګړې کړې ده.
د لوګر د پوهنې رئيس محمد اکبر ستانکزی پرون چهارشنبه په محمد اغې ولسوالۍ کې ښوونکو ته د نومرو د وېش پر مهال ازادي راډیو ته وویل:
"دا ښارګوټی په شپږ سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی، ۹۸۳ رهایشي نمرې لري، له څلور بسوو، نیولې بیا تر نهو بسوو پورې په مساحت نمرې دي، دا به د محمداغې په ولسوالۍ هغو ښوونکو ته چې دلته په تدریس باندې بوخت دي او د همدې ولسوالۍ دي، په دوی به ووېشل شي، کله چې ښوونکو کارونه شروع کړل نو دا نورې چارې به‌ يې هم پیل شي."
ده همداراز وویل چې دا نومرې یوازې د محمد اغې ولسوالۍ ښوونکو ته ورکول کېږي.