سوال او ځواب - دپوھنی وزارت

سوال او ځواب

  • په لوګر ولایت کې نېږدې زر تنو ښوونکو ته د کورونو نومرې ووېشل شوې

    د لوګر والي محمد حلیم فدايي وايي چې د ولسمشر په حکم‌یې په ټول ولایت کې ۱۶ زره جریبه ځمکه د ښوونکو د مېنو لپاره ځانګړې کړې ده.
    د لوګر د پوهنې رئيس محمد اکبر ستانکزی پرون چهارشنبه په محمد اغې ولسوالۍ کې ښوونکو ته د نومرو د وېش پر مهال ازادي راډیو ته وویل:
    "دا ښارګوټی په شپږ سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی، ۹۸۳ رهایشي نمرې لري، له څلور بسوو، نیولې بیا تر نهو بسوو پورې په مساحت نمرې دي، دا به د محمداغې په ولسوالۍ هغو ښوونکو ته چې دلته په تدریس باندې بوخت دي او د همدې ولسوالۍ دي، په دوی به ووېشل شي، کله چې ښوونکو کارونه شروع کړل نو دا نورې چارې به‌ يې هم پیل شي."
    ده همداراز وویل چې دا نومرې یوازې د محمد اغې ولسوالۍ ښوونکو ته ورکول کېږي.

     

  • د کونړ ښوونځیو کې د نجونو شمېر نژدې دوه برابره ډېر شوی

    منبع: BBC
    د کونړ د پوهنې چارواکي وايي، په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو ګمارنې د نجونو زدکوونکو د شمېر په ډيرولو کې مرسته کړې ده.
    زدکوونکې وايي، په کومو ښوونځیو کې چې ښځینه ښوونکې شته کورنۍ خپلې لوڼه نه مجبوروي چې زدکړې نیمګړې پرېږدي.
    زموږ همکار سیدعبدالله نظامي چې په دې وروستیو کې کونړ ته ورغلی وايي، لس کاله وړاندې ایله څلوېښت زره نجونو کونړ کې زده کړې کولې خو اوس دغه شمېر دوه اویا زرو ته رسیدلی دی.
    د ښوونځي زنګ د مور له مینې کم غږ نه دی چې بچیان یې پرې راټولیږي او ما لیده چې د زدکوونکو جوپې څومره هیله ورکونکې وې .
    دلته په ښوونځي کې د یوه نسل د روزنې کیسه ده چې د ټولنې له نیمې ډيره برخه په روان ژوند کې له پاتې کیدو ساتي.
    د کونړ نجونې وايي، سپین پړوني او تور کمیسونه لا ډېرېدی شي، خو که یې د زدکړو په مشرتابه او ښوونکو کې د ښځو برخه ډېره شي.
    د اسدباد د بي بي فاطمې لېسې زده کوونکې حسینه وايي، د ښځینه ښوونکو او سرښونکو شتوالی په ښونځیو کې د نجونو د زدکړو د دوام لامل کیدی شي: "پخوا چې به کله هم نجونې شپږم ټولګي ته رسېدې پلرونو به یې اجازه نه ورکوله چې له نارینه ښوونکو نور درس ووايي. د ښځینه ښوونکو او مدیرانو په ټاکل کیدو سره د نجونو زدکوونکو شمیر لا ډېرېدلی شي"
    ما د ښوونځي په یوه ټولګي کې ښځینه ښوونکې لېده چې د ساینس تجربې یې کولې. په ور څېرمه خونه کې یوه ډله پیغلوټې د خپلې خوښې کتابونو ته پنډ وې او دا یې ښودل چې سبا به دوی هم لکه ښوونکې په پوهه او ټکنالوجۍ د ټولنې پیکه رنګ ګلابي کړي.
    د کونړ اوسیدونکي وايي، د خلکو خپله لېوالتیا ده چې لوڼه یې لوستې شي.
    د اسداباد یو قومي مشر مهتاب وايي، په پوهنیز نظام کې له حکومت د ولس رول ډیر مهم دی.
    د کونړ د پوهنې چارواکي وايي، که څه هم د دې ولایت امنیت هومره ښه نه دی خو په ښوونیز بهیر او د نجونو په زدکړو یې هیڅ ناوړه اغیز نه دی کړی.
    د پوهنې ولایتي مشر سید جمال حسني وايي د ښځينه زدکوونکو لا ډېرېدو ته یې لارې جوړې کړې دي: "موږ دا هڅه پیل کړې چې د ښځینه ښوونکو شمير ډیر کړو داسې مو هم کړي چې له نورو سیمو ښوونځیو ته ښځینه مدیرانې ور ولېږو، چې په دې سره د زدکوونکو شمېر خورا ډېر شوی دی، موږ اوس په کونړ کې ۷۲۰۰۰ زدکوونکې لرو"
    که څه هم تیره یوه نیمه لسیزه په کونړ کې سختې جګړې وشوې او اوس هم له امنیتي اړخه دغه ولایت ډاډمن نه دی، خو ټول ښوونځي یې پرانستې او چرته هم د ښونځي د تړل کیدو پیښه نشته.
     
     
    ویدیویي راپور:

  • د افغانستان د پوهنې وزارت د مرستیال ابراهیم شینواري سره مرکه

  • جمهور رئیس غني : د معارف زنګ د هوساینې، ثبات او تحرک زنګ دی

    جمهور رئیس غني : د معارف زنګ د هوساینې، ثبات او تحرک زنګ دی
    منبع: ارګ
     
    ۱۳۹۵ل کال د وري ۳
     
    د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د نوي ښوونیز کال په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، د معارف زنګ د هوساینې، ثبات، تحرک او حرکت زنګ دی، نو  ټول ولس ته یې مبارکي وایم.
    دغه مراسم چې نن سهار په اماني لېسه کې جوړ شوي وو، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په کې ګډون درلود، په پیل کې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د نوي ښوونيز کال د مبارکي تر څنګ د پوهنې وزارت د تېر کال د کړنو او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات ورکړل.
    جمهور رئیس غني له ټولو ښوونکو او د پوهنې وزارت له مسوولینو څخه له دې امله مننه وکړه، چې په سختو شرایطو کې د هېواد د بچیانو روزنه او لارښوونه کوي.
    جمهور رئیس وویل، د ښوونکو د استوګنې او کورونو لپاره چې کومې ځمکې نقشه شوې وې، نو د لیرې والي او تګ راتګ له پلوه په نامناسبو ځایونو کې وې. هغه زیاته کړه، حکومت په هغه طرحه کار کوي چې له مخې به یې د هېواد ټولو ښوونکو ته په مرکز او اړوندو ولایتونو کې په مناسبو ځایونو کې د کورونو ځمکې ووېشل شي.
    د هېواد جمهور رئیس وویل، د پوهنې وزارت اوسنی جوړښت او کردار د ښوونکوستونزې نشي ځوابولی او د ښوونکو د ستونزو حل د معارف په کیفیت فوق العاده اغېز لري.. هغه زیاته کړه، پوهنې وزارت هدف نه بلکې د زده کوونکو د باکیفیته ښوونې او روزنې وسیله ده.
    جمهور رئیس څرګنده کړه، د پوهنې وزارت جوړښت باید اصلي موخې ته په پام عیار شي. هغه وویل، د پوهنې وزارت د ریاستونو اوسنی شمېر به له نیمایي زیات کم شي او ټینګار یې وکړ، چې د پوهنې وزارت په رهبري کې دې د ښځو مشارکت ته هم پاملرنه وشي.
    محمد اشرف غني وویل، افغان هلک او نجلۍ د فکر او وړتیا له پلوه بې ساري دي، خو د پوهې له پلوه له ګاونډیو هېوادونو سره د پرتلنې وړ نه دي. د ده په وینا د پوهنې اوسنی نصاب  او د تدریس مېتود د زده کوونکو د باکیفیته زده کړې پر وړاندې لوی خنډ دی.
    جمهور رئیس شاګردپاله زده کړو ته په اشارې تینګار وکړ، تعلیمي نصاب باید په اساسي توګه بدل شي او په دې برخه کې یې د علماو، مدني ټولنې او نورو اړوندو اقشارو رول مهم وباله. هغه څرګنده کړه، چې افغان زده کوونکي باید د باکیفیته سواد او پوهې تر څنګ د وطن پالنې په ملي روحیه وروزل شي.
    جمهور رئیس غني د پوهنې په برخه کې له بهرنیو همکارانو څخه د مرستو له امله مننه وکړه او له ټولو اقشارو څخه یې وغوښتل، چې له سیاست او لنډمهالو فشارونو څخه د پوهنې وزارت د خوندیتوب په موخه په ګډه واحد لیدلوری او طرحه رامنځته کړي.
    محمد اشرف غني د منابعو د مدیریت د نه شتون له امله د ۶۵۰انکشافي شوراګانوله لوري د ښوونځیو د جوړولو په برخه کې شوي فساد ته په اشارې د منابعو مدیریت حتمي وباله او ټینګار یې وکړ، چې  د پوهنې وزارت د منابعو مدیریت باید د ټول هېواد په کچه د شفافیت او حساب ورکولو بېلګه وي.
    جمهور رئیس وویل، یوکمیسیون د دې لپاره موظف شوی دی، چې د پوهنې وزارت غصب شوې ځمکې له غاصبانو څخه واخلي او د پوهنې وزارت په اختیار کې یې ورکړي.
    جمهور رئیس غني  مخابراتو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې ښوونځي دې له نوري فایبر  سره ونښلوي او همدارنګه دې ښوونکو او زده کوونکو ته نوې ټکنالوژي په واک کې ورکړل شي.
    جمهور رئیس وویل، د پوهنې د کیفیت ښه والی یوازې د پوهنې وزارت نه، بلکې، د والدینو، د ټولنې د اقشارو او دولت ګډ مسوولیت دی. هغه زیاته کړه، سږ کال به د پوهنې د کیفیت په ښه والي ډېر تمرکز وشي او هر وزارت باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
  • چين د افغانستان د پوهنې په برخه کې څه دپاسه ٣٤مليونه ډالره لګوي

    منبع: باختر آژانس

    د چين دولت د څلورديرشو مليونو شپږسوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت د تخنيکي ملي انستيتوت او د افغانستان د حرفوي زده کړو لپاره څو ودانۍ  جوړوي. دغه ودانۍ د کابل ښار په څلورمه کارتې کې د ثانوي تخنيک په انګړکې جوړيږي.

    د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې : 
    په همدې  موخه نن د پوهنې د وزير ډاکتر اسدالله حنيف بلخي او په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت د سفارت د قونسل ترمنځ يو تفاهم ليک لاسليک شو.
    د پوهنې وزير د تفاهم ليک د لاسليک کولو په وخت کې وويل: د همدې تفاهم ليک له مخې د چين دولت په څلورو پوړونوکې دوه ودانۍ چې په هغوکې ٦٥ درسي خونې او د دغو ودانيو په هرپوړکې يو جومات هم په پام کې نيول شوى دى، جوړيږي .
    ده دغه راز يادونه وکړه چې د دوو ليليو د ودانيو جوړول هم په دې تفاهم ليک کې شامل دي چې دغه ودانۍ په دريو پوړونوکې جوړيږي او د څلورسوه شپاړلسو  نجونو او هلکانو ظرفيت به ولري.
    د پوهنې وزير دغه راز څرګنده کړه چې د غونډو د يوه سالون، د يوه کتابتون او  د يوې اداري ودانۍ جوړول له تجهيزاتو سره يې په دريو پوړونوکې هم په دې پروژه کې شامل دي.
    دغه راز په کابل کې د چين د سفارت قونسل وويل: دغه پروژې به تر راتلوونکو دريو کلونو پورې بشپړې شي او هېواد يې د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره  د زياتو مرستو لپاره ژمن دى.
  • برتانيا د افغانستان د پوهنې له وزارت سره ۹ میليونه پونډو مرسته کوي

    منبع: آزادي راډیو
     
    د برتانيا حکومت د افغانستان د پوهنې له وزارت سره نهه میليونه پونډو مرسته کوي.
    په کابل کې د برتانيا سفيرې کارین پييرز وايي؛ دا مالي مرستې به په لېرې پرتو سیمو کې د نجونو د زده کړې پر پياوړتيا ولګول شي.
    پژواک خبري اژانس راپور ورکوي چې د دې همکارۍ سند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د برتانيا د سفيرې او افغانستان د پوهنې د وزير له خوا لاسليک شو.
    د دې برتانيايي ډپلوماټې په وينا؛ هېواد يې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې د پوهنې د پرمختیا په برخه کې له افغان حکومت څخه يوه روښانه پاليسي او ژمنه غواړي.
    د افغانستان د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د برتانيا د مالي مرستې لپاره په مننې سره وويل چې تر اوسه د زيربناوو نشتوالی؛ د ښوونځيو ودانۍ، ناامنۍ او د مسلکي استادانو کموالی د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې د نجونو د زده کړو په برخه کې مهمې ستونزې دي.
  • په کابل کې د ښوونکي نړېوال ورځ ونمانځل شوه

    منبع: آزادي راډیو
     
    د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د دوشنبې په ورځ د ښوونکي د ورځې د نمانځلو په ناسته کې چې د کابل ښار د رابعه بلخي په ښوونځي کې جوړه شوې وه؛ وویل چې د پوهنې د نظام د ستونزو او نیمګړتیا لیرې کولو ته یې تدابیر نیولي دي.
    ده ښوونکو ته ډاډ ورکړ چې له دې وزارت سره د نړېوالې ټولنې مرستې جاري دي او ډیرې ستونزې به پرې اوارې شي:
    ((د ښوونکو د معیشتي وضعیت ښه والی؛ د پوهنې وزارت په لومړیتوبونو کې دی. که ستاسې ښوونځي د لوازمو، میزونو، چوکیو، ودانیو او داسې نورو له اړخه نیمګړتیاوې لري؛ موږ ورته کافي پیسې لرو.))
    ښاغلي بلخي دا هم وویل، د ښوونکیو پر پخوانیو غوښتنو کارروان دی او هڅې کیږي چې د ټولو ښوونکو معیشتې ستونزې اوارې شي.
    د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال د ټول هېواد په شاوخوا اولس زرو ښوونځیو کې دوه لکه اولس زره ښوونکي؛ لسو میلیونو زده کوونکو ته تدریس کوي.
    دا وزارت داهم وايي، له دې ښوونځيو څخه هرکال شاوخوا یولک زده کوونکي فارغیږي.
    په عین حال کې ښوونکي په ښوونځیو کې د مسلکي لوازمو او د تنخوا ګانو له کموالي شکایت کوي.
    د رڼا په نامه یوې ښوونکې ازادي رادیو ته وویل؛ کومه تنخوا چې د کار په بدل کې اخلي؛ ستونزې یې پرې نه حلییږي:
    ((په دې تنخوا خو ښوونکي ژوند نه شي کولی؛ د لارې کرایه یې هم نه کیږي؛ نو د کور او بچیانو خرڅبه له کومه.))
    رڼا وايي، یو ښوونکی په میاشت کې څه کم نهه زره افغانۍ تنخوا اخلي؛ که د یوې شپږ کسیزې کورنۍ پر غړو ویشل شي؛ هیڅ ترې نه جوړیږي.
    بلخوا د ځینو ښوونځیو مسوولین وايي؛ که د زده کوونکو کورنۍ له ښوونځیو سره لږه مالي مرسته هم وکړي؛ شته ستونزې به تریوه حده کمې کړي.
    د بلخي رابعې تدریسي مرستیالې امنې صدیقي وویل:
    ((زما وړاندیز د پوهنې وزارت ته دا دی چې که هر زده کوونکی په میاشت کې پنځوس افغانۍ ورکړي؛ ډېر څه ترې جوړیږي.))
    زده کوونکي هم وايي، د موثره تدریس لپاره په کار ده چې د ښوونکيو مادي ستونزې حل شي.
  • د پوهنې وزارت د محلي ښونځیو پروګرام پرانست

    منبع: آزادي راډیو
     
    د پوهنې وزیر وایي چې دغه پروګرام د څلورو کلونو لپاره دی او په ترڅ کې به یې په دیارلسو لرو پرتو ولایتونو کې زر محلي ښونځي جوړ شي.
    د پوهنې وزارت داسې هڅې پیل کړي چې د لرو پرتو او ناامنه ولایتونو هغو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي چې له ښونځیو څخه محروم پاته دي.
    دغه وزارت په همدې هدف د یکشنبې په ورځ د محلي ښونځیو پروګرام پرانست چې له مخې به یې له زده کړو محرومو ماشومانو ته په جوماتونو، کورونو، مېلمستونونو او نورو عامه ځایونو کې د زده کړې اسانتیاوې برابریږي.
    د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل چې دا مهال درې اعشاریه پنځه میلیونه ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري او دوی هڅه کوي چې د محلي ښونځیو له لارې دغه ستونزه هواره کړي.
    ((د محلي ښونځیو د جوړولو اساسي هدف دا دی چې له ښونځیو څخه محرومو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شي؛ په دې پروګرام کې به له ښونځیو څخه شااوخوا یو لکو محرومو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شي؛ موږ به دې پروګرام ته زر ښوونکي استخدام کړو او دا پروګرام په زرو کلیو کې عملي کیږي.))
    ښاغلي بلخي زیاته کړه چې د محلي ښونځیو دغه پروګرام د څلورو کلونو لپاره په دیارلسو ولایتونو کې عملي کیږي او نوموړي په دې برخه کې د هلمند، بامیان، بادغیس، دایکندي، کندهار، پکتیا، پکتیکا، ارزګان، زابل او غور نومونه یاد کړل.
    محلي ښونځي په هغو سیمو او کلیو کې جوړیږي چې د پوهنې وزارت له رسمي ښونځیو څخه فاصله لري.
    په دې ښونځیو کې له زده کړو محروم ماشومان تر درېیم ټولګي پورې زده کړې کوي او بیا د پوهنې وزارت له خوا په رسمي ښونځیو کې جذبیږي.
    د پوهنې وزارت چارواکي وایي چې په کلیو او بانډو کې خلک نجونو ته اجازه نه ورکوي چې په لرې فاصله کې ښونځیو ته ولاړې شي او د محلي ښونځیو یو اساسي هدف دا هم دی چې نجونو ته هم د زده کړې زمینه برابره شي.
    په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مکنلي هم د محلي ښونځیو پروګرام د زده کړو د دودولو لپاره مهم وباله او ویې ویل چې هېواد یې د دې پروګرام له عملي کېدو سره پنځه اویا میلیونه ډالره مرسته کوي.
    ((نن موږ پر داسې یوې پروژې بحث کوو چې ټولو افغانانو ته د زده کړې اسانتیا یقیني کوي؛ ټولو ته د زده کړې د زمینې برابرول د ښې او با ثباته راتلونکې لاره ده؛ په له بده مرغه د ناامنۍ او فاصلو له امله ټول افغان ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري؛ په همدې هدف امریکا په افغانستان کې د محلي ښونځیو په برخه کې پنځه اویا میلیونه ډالره پانګونه کوي.))
    د محلي ښونځیو د پروګرام د پرانستو پرمهال د یونسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندق استازي هم ډاډ ورکړ چې د دې پروګرام په عملي کېدو کې به مرسته کوي.
    پوهنې وزارت په داسې حال کې د محلي ښونځیو پروګرام پيلوي چې څه موده وړاندې سیګار په دې وزارت کې له اداري فساده پرده پورته کړه او حکومت هم یوه پلاوي ته دنده سپارلې څو دا تورونه وڅیړي.
    د پوهنې وزارت مسوولین بیا وایي چې د محلي ښونځیو پروګرام به له نږدې وڅاري او هڅه به وکړي چې په دې برخه کې د هر ډول فساد او درغلیو مخه ونیسي.
  • د افغانستان تعلیمي مرکزونه په معلوماتي ټکنالوژۍ سمباليږي

    منبع: آزادي راډیو

    د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت تصمیم نیولی چې د هېواد پوهنتونونو او ښوونځيو ته د معلوماتي تکنالوژۍ اسانتیاوېبرابرې کړي.
    د حکومت له خوا په پوهنتونونو، د نیمه لوړوزده کړو په موسسو او ښوونځیو کې د تحصیل او زده کړو د کیفیت د ښه کولو لپاره، د روانو هڅو په لړ کې، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي؛ د هېواد تعلیمي مرکزونو ته به د معلوماتي تکنالوژۍ، اسانتیاوې برابرې کړي.
    د دې ژمنې تړون د شنبې په ورځ د مخابراتو، لوړو زده کړو او پوهنې د وزیرانو ترمینځ لاسلیک شو.
    د مخابراتو اومعلوماتو تکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي وویل؛ دا پروژه به استادانو، زده کوونکو او محصلینو ته دا اسانیتاوې برابرې کړي چې دا نټرنټ له لارې د هېواد پوهنتونونه، ښوونځي او تعلیمي مرکزونه سره ونښلوي؛ څو نويو علمي څېړنو ته لاس رسی ومومي:
    ((د دې تفاهمنامې هدف، په زده کړو کې د معلوماتي تکنالوژۍ له وسایلو کار اخیستل دی.
    د دې پروژې له لارې به هېواد پوهنتونونه یو تربله او همدارنګه د نړۍ له پوهنتونونو سره ونښلي. د دې پروژې لګښت د مخابراتو وزارت وجهي صندوق پر غاړه اخیستی دی.))
    ښاغلي وحیدي وویل، د تړون له مخې د هېواد تعلیمي موسسو ته تر دوو کلونو پورې د انترنټ خدمات وړیا دي او لګښت یې هم د مخابراتو وزارت په غاړه اخیستی دی.
    د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې د پوهنې د وزارت انټرنټي پروژې ته څه باندې اولس او د لوړو زده کړو وزارت ته؛ څه باندې درې میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي.
    د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مهمند د مخابراتو د وزارت دغه اقدام د تحصیل؛ زده کړو او تدریس د کیفیت د ښه کولو لپاره مهم وګاڼه.
    میرمن مهمند د دې پروژې ګټې داسې بیان کړې:
    ((د دې تفاهمنامې د موادو له پلی کېدو سره به وتوانیږو چې له لیرې فاصلې څخه د زده کړو سیسټم پیاوړی؛ د زده کوونکو او استادانو ظرفیتونه لوړ او تدریس پر سمعي او بصري اصولو عیار کړو.))
    د پوهنې وزیر اسداله حنیف بلخي وویل؛ دا پروژه به د پوهنې له وزارت سره مرسته وکړي چې د مرکزاو ولایتونو د ښوونځیو، د پوهنې د ریاستونو او استادانو ترمینځ مستقیمې اړیکې جوړ، ستونزې اوارې او پر انتقادونو او وړاندیزونو به یې غور وکړي.
    دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د مسلکي استادانو؛ وسایلو، کتابونو او د ښوونځیو لپاره د ودانیو له کموالي شکایتونه کیږي.
    ځینې محصلین او زده کوونکي داهم وايي چې اوسمهال په پوهنتونونو او ښوونځیو کې معلوماتو تکنالوژۍ ته لاس رسی په ټیټه سطح کې دی او دې نیمګړتیا د تحصیل او زده کړو پر کیفیت ناوړه اثر کړی دی.
    چارواکي وايي، د دې ستونزو اوارۍ ته پلانونه ترتیب شوي چې یو لړ یې د عملي کېدو په حال کې دي.

  • څیړنه: د کابل په ښوونځیو کې د تدریس کیفیت ښه شوی

    منبع: آزادي راډیو

    د کارپوه په نامه د یو څیړنیز بنسټ څیړنه ښيي چې د ښوونکو وړتیاو ارزولو، د تدریس پر کیفیت مثبت اثر کړی دی.
    که څه هم په ښوونځیو کې د تدریس له کیفیته شکایتونه کیږي خو د کارپوه په نامه د یوغیر دولتي بنسټ تازه څیړنه ښيي چې د کابل په ښوونځیو کې د تدریس کیفیت د تیرو کلونو په نسبت ښه شوی دی.
    د یاد بنسټ د پروګرامونو مسوول محمد عتیق شالیزي د پنجشنبې په ورځ د ښوونکو د ارزونې د څیړنې د وړاندې کولو پر مهال وویل، د شاوخوا دوه سوه څلور اویا ښوونکو او زده کوونکو څخه د پوښتنو پرمټ څرګنده شوې چې په ښوونځیو کې د تدریس کیفیت ښه شوی دی.
    ښاغلي شالیزي وویل، دا څیړنه د کابل ښار او کابل ولایت د ولسوالیو په ښوونځیو کې په پنځه میاشتو کې بشپړه شوې ده :
    ((د ښوونکو د قابلیتونو د امتحانولو څخه هدف دا و چې دا یوه ملي پروسه وه او له دوه زره نهم میلادي کال راهیسي د پوهنې له وزارت له خوا پلې شوه.
    موږ وغوښتل چې لږتر لږه د دې پروسې اغیز ووینو چې د تدریس پر کیفیت او د زده کوونکو پر زده کړو یې څومره اثر کړی دی. خو وښودل شوه چې نتیجه یې په دواړو برخو کې مثبته وه.))
    ښاغلي شالیزي وویل، له تیرو دیارلسو کلونو راهیسي د افغانستان د پوهنې کمیت ښه و، خو له کیفیته یې شکایتونه کیدو .
    راپورونه وايي، د ښوونکو د وړتیا د ارزولو لړۍ په دوه زره نهم میلادي کال کې د پوهنې وزارت له خوا پیل شوې او ویل کیږي چې تر دوه زره دولسم میلادي کال پورې، په کې په ټول هېواد کې شاوخوا، دوه لکه اتیا زرو ښوونکو برخه اخیستې ده .
    په ورته وخت کې د کابل د پوهنې ریاست د کارپوه غیر دولتي بنسټ څیړنه ستایي او وايي چې دا څیړنه د تدریس پرکیفیت مثبت اغیزکولای شي.
    د کابل د پوهنې ريیس سید منصور که څه هم په ښوونځیو کې د تدریس کیفیت د قناعت وړ، نه ګڼي خو وايي چې په ټولو ښوونځیو کې د تدریس د کیفیت ښه والي ته هڅې روانې دي:
    ((دا څیړنه چې شوې، ډیره کره وه، ډیر واقعیتونه يې څرګند کړي.
    موږ خوشاله یو او زموږ رضایت یې هم حاصل کړی.ځکه د رقابت پروسه د تدریس پرکیفیت مثبت اثر کولی شي.
    کوم بدلون چې نن سبا د زده کړو په کیفیت کې لیدل کیږي، د همدغو څیړنو نتیجه ده.))
    سره له دې چې د کابل په ښوونځیو کې د تدریس د کیفیت ښه والی د قناعت وړګڼل کیږي، خو زده کوونکي د مسلکي ښوونکو، ښوونځیو او درسي توکو له کموالي شکایت کوي.
    د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې هڅې روانې دي چې په ټول هېواد کې د تدریس او زده کړو کیفیت ښه او د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې اوارې شي.

پاڼه 1 از 3