کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې - دپوھنی وزارت

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

د افغانستان د پوهنې وزارت د عربي متحده ایالتونو په مالي مرسته د کابل ښار اړوند د ۱۲ مې ناحیې په احمدشاه بابا سیمه کې د یو باب تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکز د جوړېدو چارې پیل کړې. 
د یاد مرکز نوې ودانۍ، چې د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړېږي درسي او اداري ټولګي، لابراتوارونه، د عملي کارونو لپاره ورکشاپونه، ورزشي لوبغالي او درسي وسایل او تجهیزات به ولري. پر دې ودانۍ شاوخوا پنځه میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي، د متحده عربي اماراتو د خلیفه بن زاید آلنهیان بنسټ لخوا ورکول کېږي.
ددې انستیتوت له جوړېدو سره به شاوخوا زر تنه زده کوونکو ته د اقتصاد، سوداګرۍ، کلتور او فرهنګ څانګو کې د نیمه لوړو زده کړو اسانتیاوې برابرې شي. 
د انستیتیوت د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست او د ښوونیز نصاب معین ډاکټر اسدالله محقق جهاني، د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرستیال پوهندوی رحیل محمد فرملي، د متحده عربي اماراتو د خلیفه بن زاید آلنهیان بنسټ استازي او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو برخه درلوده.
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر ښاغلي اسدالله محقق جهاني په خپلو خبرو کې له پوهنې وزارت سره د متحده عربي اماراتو له مرستو مننه وکړه، زیاته یې کړه: «افغانستان تر بل هر وخت د ښوونیز نظام په ځانګړي ډول د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ودې او پیاوړتیا ته اړتیا لري او له همدې امله پوهنې وزارت د یادو مرکزونو جوړېدو او شمېر ډېروالي ته جدي پاملرنه کوي.»
ښاغلي جهاني وویل، پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د کار مارکېټ د اړتیاو پر بنسټ فني او مسلکي کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، چې له یوه لوري د کار بازار اړتیاوې پوره او له بل لوري ځوانانو ته د کاري فرصتونه موکه برابره شي. 
وروسته د خلیفه بن زاید بنسټ استازي له پوهنې وزارت سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه.
د یادولو وړ ده، چې د پوهنې وزارت او متحده عربي اماراتو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د یاد مرکز د جوړېدو لپاره مناسب ځای د پوهنې وزارت لخوا برابر شوی او دغه راز د ساتنې، مراقبت او کنټرول چارې یې هم د وزارت پر غاړه دي.