له افغان ترک ښوونځيو سل تنه نجونې فارغې شوې

د افغان ترک ښوونځيو د دولسمو ټولګیو سل تنه نجونو زده کوونکو ته د پوهنې وزارت د سرپرست او ښوونیز نصاب د مرستیال ډاکټر اسدالله محقق جهاني، ښوونکو، زده کوونکو، د زده کوونکو د والدینو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون فراغت غونډه جوړه شوه.
 
د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله محقق جهاني فارغو شویو زده کوونکو ته د فراغت مبارکي وویله او په بېلابېلو برخو کې یې له پوهنې وزارت سره د ترکیې له مرستو او همکاریو د مننې ترڅنګ هیله وښوده، چې د هېواد نورو ولایتونو ته د افغان ترک ښوونځيو لړۍ وغځېږي.
د افغان ترک ښوونځيو عمومي رییس ښاغلي نعمان اردوغان د یادو ښوونځيو د زده کوونکو له ګڼو موفقیتونو په نېکۍ یادونه وکړه او په دې مرکزونو کې یې د باکیفیته ښوونیزو او روزنیزو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
د یادولو ده، چې د افغان ترک ښوونځیو په ۱۹۹۵ کال کې افغانستان کې ښوونیز فعالیت پیل کړی او دا مهال د هېواد په شپږو لویو ولایتونو کې ۲۰ بابه ښوونیز مرکزونه لري، چې د ۲۲۰۰ نجونو په ګډون څه باندې ۷۵۰۰ زده کوونکي پکې پر زده کړو بوخت دي.
د یادو ښوونځيو زده کوونکو د ۲۰۰۳-۲۰۱۶ کلونو په لړ کې په نړیوالو المپیادونو کې ۸۷۵ مډالونه ګټلي، چې ۲۷۸ یې د سرو زرو، ۲۸۷ د سپینو او ۳۱۰ هغه یې د برونزو دي.