لوګر کې ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه پیل شول

د لوګر ولایت د ۴۵ مرکزي ښوونځیو ۲۲۰ تنو ښوونکو ته د وړتیاوو د لوړاوي په موخه شپږ ورځني روزنیز ورکشاپونه جوړشول. 
په دغو ورکشاپونو کې ښوونکو ته په ښوونځیو کې د تدریس کیفیت د لوړولو په موخه د نویو درسي میتودونو، د وړتیا ارزولو ، درسي پلانونو ، د تدریس د غوره لارو چارو او یو شمیر نورو درسي مسایو په اړه معلومات ورکول کیږي .
یاد ورکشاپونه د پوهنې ریاست د مقام د لارښوونې له مخې په دریو محلونو کې جوړ شوي، چې روزنکي یې هم د پوهنې ښاري آمریت د ښوونیزې څارنې او اروزنې غړي دي. 
د لوګرد پوهنې ریاست په پلان کې لري، چې په نږدې ورځو کې د نورو ولسوالیو د ښوونځیو ښوونکو ته هم ورته روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي.