پوهنې وزارت کې د شتمنیو د ثبت لړۍ پیل شوه - دپوھنی وزارت

پوهنې وزارت کې د شتمنیو د ثبت لړۍ پیل شوه

د افغانستان د پوهنې وزارت مرکزي دفترونو ته له اداري فساد سره د مبارزې ادارې لخوا د شتمنیو د ثبت فورمې په یو لړ مراسمو کې ووېشل شوې.
د پوهنې وزارت مالي او اداري معین ډاکټر سید حمیدالله وايي، چې یادې فورمې په هره برخه کې د فساد د مخنیوي او د چارواکو د شتمنیو د مالومولو لپاره وېشل کېږي او باید جدي ونیول شي. د هغه په وینا هغه چارواکي، چې ښه کار کوي او حلال عاید تر لاسه کوي د هغو په نسبت، چې له نا روا لارو شتمنۍ ټولوي ددې فورمو له لارې بېلېدلای او پېژندل کېدلای شي.
له اداري فساد سره د مبارزې اداره له ټولو لوړ پوړو دولتي مامورانو د شتمنیو د ثبت رپوټ په یوه فورمه کې غواړي، چې موخه یې له واک او څوکۍ د سوی استفادې مخنیوی دی.
د یادې ادراې د چارواکو په وینا ټول هغه کسان، چې یادې فورمې ډکوي له مختلفو امنیتي او استخباراتي لارو څارل کېږي، چې دروغ یې نه وي ویلي او حقیقت یې نه وي پټ کړی.
په دغو فورمو کې د چارواکي منقولې او غیر منقولې شتمنۍ، بانکي حسابونه، عواید، لګښتونه او په مالي برخه کې مختلف نور مالومات غوښتل شوي دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه له ټولو چارواکو او کار کوونکو غوښتنه وکړه، چې فورمې په خپل وخت ډکې او اړونده ادارې ته وسپاري.