د پوهنې وزارت اعلامیه

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې زموږ ۱۴ تنه ښوونکي او ماموران نن د داعش وسله والې ډلې د کسانو لخوا په ننګرهار ولایت کې تښتول شوي دي.
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې یاد کسان نن شاوخوا ۱۱ بجې د مشر ملا صاحب په نامه دیني مدرسې نه هغه مهال، چې هلته څلور نیم میاشتنۍ ازموینه روانه وه تښتول شوي دي. په دې کسانو کې ۱۲ تنه ښوونکي او دوه تنه مامورین دي.
یاد کسان غلام رحمان د سیف الرحمن زوی سرمعلم، عبدالولي د امیر خان زوی، قاري شیرین د شاه زرین زوی، عبدالکریم د محمد قیوم زوی، عبدالحکیم د محمد کریم زوی، نظام الدین د قرارالدین زوی، سید محمد سید محمود زوی، سید قاسم د سید عبدالوهاب زوی، محمد الدین د عبدالستار زوی، عبدالقیوم د فضل الرحمن زوی، مسلم شاه او عبدالنصیر ښوونکي او هدایت الله او مبین مامورین دي.
پوهنې وزارت ددې ترڅنګ، چې په دې اړه سخت خواشینی دی له امنیتي ادارو، سیمه ییزو مشرانو او قومي مخورو غواړي، چې زموږ د ښووونکو په را خوشې کولو کې له موږ سره مرسته وکړي.
یاد کسان ټول د دیني علومو ښوونکي او خدمتګاران و او تښتول یې په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي. پوهنې وزارت یو ځل بیا اعلانوي، چې ټول خدمات یې غیر سیاسي، غیر پوځي او بې پلوي دي او پر وړاندې یې دا ډول اقدامات هېڅ توجیه او دلیل نه شي لرلای.