د پوهنې وزارت د املاکو سرپرست رییس وټاکل شو

د پوهنې وزارت د وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۳۳۲۰ شمېرې حکم پر اساس مولوي عبدالعزیز عزیزي د وزارت د املاکو د سرپرست رییس په توګه وټاکل شو او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ددې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر اسدالله محقق جهاني د ښاغلي مولوي عبدالعزیز عزیزي د کاري مخینې او تجربو د یادونې ترڅنګ د املاکو د سرپرست رییس په توګه د نوموړي ټاکل پر ځای ګام وباله او هیله یې وښوده، چې د افغانستان د خلکو او پوهنې نظام د خدمت جوګه شي.
وروسته د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو رییس ښاغلي کبیر حقمل د املاکو ریاست د سرپرست په توګه د ښاغلي عبدالعزیز عزیزي د ټاکل کېدو په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام حکم ولوست او نوموړي ته یې ددې لوی مسوولیت د سپارل کېدو مبارکي وویله. 
د املاکو سرپرست رییس ښاغلي عزیزي د خپلو خبرو په ترڅ کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د باور له امله د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په پوره وړتیا به ددې ریاست د کارکوونکو د مرستې او همکارۍ پرمټ ورځنۍ چارې پرمخ یوسي.
د یادولو وړ ده، چې ښاغلي عبدالعزیز عزيزي تر دې وړاندې د سمنګانو او بلخ ولایت د پوهنې د رییس او د جمهوري ریاست د چارو په اداره کې دندې ترسره کړي او په بېلابېلو اداري او کاري برخو کې پوره کاري تجربه لري.