لوګر کې له نیمه لوړو زده کړو مرکزونو سلګونه ځوانان فارغ شول

لوګر کې ۵۰۵ تنه نجونې او هلکان تر دوه کلونو نیمه لوړو زده کړو وروسته له څوارلسم ټولګیو فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. 
دغو فارغانو ته پرون د کابل په ممتاز محل هوټل کې د فراغت مراسم نیول شوي و، چې د لوګر ولایتي چارواکو، د پوهنې مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، فارغو شویو کسانو او د دوی کورنیو پکې ګډون کړی و.
د فارغانو له ډلې ۳۳۵ تنه له عالي دارالمعلمین، ۸۸ تنه له کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ، ۷۲ تنه له کانونو انسټیټوټ او ۱۰ تنه نور له محمدي دارالعلوم څخه فارغ شوي دي.
له دارالمعلمین څخه فارغو شویو کسانو په دیني، ساینسي، ریاضي، پښتو، دري، انګلیسي او ټولنیزو علومو په څانګو کې زده کړې کړې، چې ۶۵ تنه یې نجونې دي. 
دغه راز د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ فارغانو د کرنې او وترنرۍ، د کانونو انسټیټوټ فارغانو د کانونو د استخراج او د محمدي دارالعلوم فارغانو د دیني علومو په برخو کې نیمه لوړې زده کړې بشپړې کړې دي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین د یادو کسانو فارغېدل یوه لویه لاسته راوړنه بولي او د دوی د فارغېدو په ویاړ د لوګر ټول ولس ته مبارکي وایي.