نجم الدین اخندزاده دارالعلوم کې د کتابتون نوې عصري ودانۍ پرانېستل شوه

د ننګرهار ولایت په نجم الدین اخندزاده دارالعلوم کې د سعودي عربستان په مالي مرسته د کتابتون لپاره نوې عصري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
پر دې ودانۍ ۲۲۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی، چې له افغانانو سره د سعودي عربستان د مرستو ادارې لخوا ورکړل شوي دي.
کتابتون پر نږدې زر ټوکه کتابونو سربېره پر کمپیوټرونو، د مطالعې مېزونو، څوکیو، الماریو او محافظتي کمرو باندې سمبال دی.
د ننګرهار د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي ملکیار شګیوال له مرسته کوونکې ادارې مننه وکړه او په یاد دارالعلوم کې د داسې یو پرمختللي کتابتون جوړول خورا اړین وبلل. هغه له زده کوونکو وغوښتل، چې د مطالعې پر مهال د کتابتون د وسایلو او تجهیزاتو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.