کابل کې د ۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت د تخنیکي او مسلکي زده کړو کمپلېکس جوړېږي

د افغانستان اجراییه رییس ډ‌اکټر عبدالله عبدالله، د پوهنې وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي او د چین سفارت لوړ پوړو چارواکو د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي انستیتیوت د جوړېدو چارې پیل کړې. دغه پرمختللی او مجهز انستیتیوت د کابل ښار د څلورمې کارتې د تخنیکي او مسلکي زده کړو انستیتیوت په انګړ کې د چين هېواد د ۳۴ میلیونه امریکايي ډالرو په مالي مرسته جوړېږي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په دغه کمپلېکس کې پنځه ودانۍ، چې دوه تدریسي، دوه د لیلیې او یوه یې اداري هغه ده، په راتلونکو دریو کلونو کې جوړېږي. سربېره پردې به یاد کمپلېکس ورزشي لوبغالي، مسلکي شاپونه، شنه سیمه او د ۸۰۰ محصلینو لپاره د تدریس او اوسېدو اسانتیاوې هم ولري.
د پوهنې وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي د یاد کمپلېکس د جوړېدو له امله له چین هېواد څخه مننه وکړه او دغه مرستې یې په افغانستان کې د مسلکي او ماهر کدر د روزلو په برخه کې مهمې وبللې. ښاغلي بلخي دغه راز وویل، چې د مرکز او ولایتونو په کچه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو پیاوړتیا او پراختیا د پوهنې وزارت له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه دی. 
همدارنګه د وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال پوهندوی رحیل محمد فرملي په دې اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراختیا لپاره هڅې لا ګړندې شوي دي.
وروسته د چین هېواد استازي خبرې وکړې او د افغانستان د کار مارکېټ له غوښتنو سره سم د مسلکي او ماهر کادر پر روزلو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ. چینايي چارواکي دغه راز ژمنه وکړه، چې د یاد انستیتوت استادان به په چین کې په تخنیکي او مسلکي برخو کې وروزي.
دا انستیتیوت په معارف کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو یوه بېلګیزه پروژه بلل کېږي، چې تدریسي ودانۍ یې ۶۵ درسي خونې، ۳ کمپیوټر لبونه، د لیلې ودانۍ یې ۱۰۵ د اوسېدو خونې او اداري ودانۍ یې ۲۵ دفتري خونې لري. یاد انستیتیوت به دغه راز یو مجهز د کنفرانسونو تالار، یو مجهز کتابتون، مسجد شریف او داسې نور مهم ملحقات هم ولري.