د پوهنې وزیر د شبرغان ښار له ښوونځيو لیدنه وکړه

د ولایتونو د پوهنیز نظام د ارزونو او کتنو په لړ کې د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي د جوزجان ولایت د شبرغان ښار ته ولاړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره ولیدل.
د پوهنې ښاغلي وزیر ددې سفر په لړ کې د جوزجان له والي لطف الله عزیزي، د ولایتي شورا له غړو، د فاریاب او سرپل ولایت د پوهنې له رییسانو او د یو شمېر ښوونځیو د لېسو آمرینو او مدیرانو سره د جوزجان ولایت په مقام کې ولیدل او د یادو ولایتونو په ښوونیز نظام کې د شته ستونزو په اړه یې بحث او د حل په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
وروسته د پوهنې ښاغلی وزیر د شبرغان ښار د ګوهرشاد بېګم او مولانا اذنب شبرغاني له ښوونځیو او د جوزجان د تخنیکي او مسلکي زده کړو انستیتوت نوې ودانۍ له نژدې ولیده او د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې او مشکلات یې له نژدې واورېدل. ښاغلي بلخي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ستونزو د حل په برخه کې د جدي هلې ځلې وکړي  او یادونه یې وکړه، چې د پوهنې نظام ودې او پراختیا په موخه یې یو لړ بنسټیز اقدامات پیل کړي دي.
ښاغلي بلخي زیاته کړه، چې د پرمختیايي پروژو له پلي کېدو سره به د ښوونځيو د ودانیو او درسي کتابونو د کمښت، د ښوونکيو د ښارګوټي پیل او د ښوونځيو د ترمیم او مېز او څوکیو ستونزې به هوارې او د پوهنې د نظام د ودې او پیاوړتیا لپاره به مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.