​بلخ کې د درې ښوونځیو د جوړېدو چارې پیل شوې

 

د افغانستان د شمالي بلخ ولایت په شولدره ولسوالۍ او حیرتانو بندر ښارګوټي کې د درې بابه ښوونځيو د جوړېدو چارې پیل شوې.
د شولدرې ولسوالۍ د شهید ملا حسن بهرامی منځنی ښوونځی، د سید اسماعیل شهید عالي لېسه او د حیرتانو بندر د ناصر خسرو بلخي عالي لېسه د هغو ښوونځيو له ډلې دي، چې په راتلونکو ۸ کاري میاشتو کې به د نویو مجهزو ودانیو خاوندان شي. ددې ښوونځيو له جوړېدو سره څه باندې ۴ زره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابرېږي.
د شولدرې ولسوالۍ د خاک باتک کلي د ملا حسن بهرامي منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې په راتلونکو ۸ میاشتو کې د پوهنې وزارت د پرمختايي بودیجې په ۱۹ میلیونه افغانیو جوړېږي، ۱۴ درسي ټولګي، ۸ اداري او دوه د لابراتوار خونې او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوې به ولري.
ددې ښوونځي نوې ودانۍ په هغه دوه نیم جریبه ځمکه جوړېږي، چې د همدې ښوونځي د معارف دوسته مدیر ښاغلي حاجي غلام حسین لخوا معارف ته ډالۍ شوې ده. دا ودانۍ به د ۳۶۰ پایو مېز او څوکیو، د انګړ دېوال، د اوبو څښلو څاه او نورو اړینو ښوونیزو اسانتیاو په درلودلو سره شاوخوا ۲ زره نجونو او هلکانو زده کوونکو ته په جلا وختونو کې د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابر کړي.
د یادې ولسوالۍ د سید اسماعیل شهید ښوونځي نوې ودانۍ بیا په هغه درې جریبه ځمکه جوړېږي، چې د سیمې د خلکو لخوا معارف ته ډالۍ شوې او شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو ته به د زده کړو مناسب ښوونیز چاپېریال برابر کړي. پر دې ودانۍ لس میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.
دغه راز د یاد ولایت د حیرتانو په بندري ښارګوټي کې د ناصر خسرو بلخي ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې هم همهاله پیل شوي دي. ددې ښوونځي نوې ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوې ولري، چې له جوړېدو سره به یې د یاد ښوونځي ۱۶۶۰ تنه زده کوونکو ته د معیاري درسي چاپېریال اسانتیاوې برابرې کړي. د یاد ښوونځي پر نوې ودانۍ شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د آلمان د GIZ موسې لخوا ورکول کېږي.
د ناصر خسرو بلخي ښوونځي نوې ودانۍ په ۶ جریبه دولتي ځمکه کې جوړېږي او د وړکتون لپاره پکې ځانګړې ودانۍ هم په پام کې نیول شوې ده.