د پوهنې وزارت کارکوونکو ته د ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو اسانتیاوې برابرېږي

د پوهنې د وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي او د لوړو زده کړو د وزیرې آغلې فریدې مومند ترمنځ د پوهنې وزارت کارکوونکو ته د ماسټرۍ بورسیو د ورکړې په موخه د مرستو او همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک شو.


ددې هوکړې له مخې د لوړو زده کړو وزارت د پوهنې وزارت د لسانس کارکوونکو لپاره د کابل پوهنتون او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو اسانیتاوې برابروي. ددې هوکړې پر اساس به له ۱۳۹۶ تر ۱۴۰۰ لمریز کال پورې د ماسټرۍ پروګرام په شپږو  تحصیلو څانګو (ښوونه او روزنه، ښوونیز نصاب پراختیا، ښوونیز نظارت، ښوونیز مدیرت او پلان جوړونه، اقتصاد او اداره او منجمنټ) کې د پوهنې وزارت ۵۷۵ کارکوونکو جذب شي. ددې هوکړې له مخې په یاده هره څانګه کې په کلني ډول ۲۵ کارکوونکي جذبېږي، چې د ماسټرۍ دورې لګښتونه یې د پوهنې وزارت له عادي بودیجې تمویلېږي.


د پوهنې وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي په دې اړه جوړه شوې مطبوعاتي غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت له یادو علمي همکاریو مننه وکړه او د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یې ددې وزارت د کارکوونکو د مسلکي او اکاډمیکو مهارتونو پیاوړتیا یو مهم ګام وباله. ښاغلي بلخي زیاته کړه، هغه مهال یو معیاري ښوونیز نظام درلودلی شو، چې د پوهنې د چارو مسوولین په ځانګړي ډول ښوونکي عصري او ټکنالوژیکو اسانتیاو ته لاسرسی ولري.

د لوړو زده کړو وزیرې آغلې فریدې مومند معارف د یو هېواد د ترقۍ او پرمختګ اساس وباله او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې به د طرحه شوي پلان له مخې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.


د یادولو وړ ده، چې د پوهنې وزارت رییسان، آمرین، مدیران، د دارالمعلمینونو، دارالعلومونو او انستیتیونو استادان، د تعلیمي نصاب د پراختیا غړي او مولفین، د تعلیمي نظارت، پلان او مالي ریاستونو مسلکي غړي د یادې هوکړې پر اساس کولای شي له تخصصي آزموینې وروسته د ماسټرۍ پروګرام کې شامل شي.