د لوګر تجربوي لېسې د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د تجربوي لېسې لپاره د یوه عصري او مجهزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دا ودانۍ د څه باندې ۱۴،۱ میلیون افغانیو په لګښت د ولایتي غیر مشروط بودیجې له لارې په مجهز او عصري ډول جوړیږي، چې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
یاده ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۲د کمپیوټر او لابراتوار بیلې څانګې، د احاطې دېوال، میزونه، څوکۍ، د څښاک لپاره د پاکو اوبو څاه، د بریښنا سیسټم،کانکریټي کثافت دانۍ او عصري تشنابونه به ولري.
د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د ښوونځیوزده کوونکو ته په بیلا بیلو برخو کې په عملي او تجربوي بڼه د تجربوي زده کړو زمینه مساعده شي، چې د زده کوونکو په عملي او تجربوي زده کړو کې به د پام وړ ښه والی راولي.
د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې والي محمد حلیم فدایي، د ولایتي شورا رییس محمد ناصر غیرت، دپوهنې رییس انجینر محمد اکبر ستانکزي او یو شمېر نورو چارواکو کډون کړی وو.