د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د پوهنې د ښاغلي وزیر پیغام

د افغانستان د معارف لویې کورنۍ، درنو ښوونکو، ګرانو زده کوونکو او د هېواد ټول مسلمان ملت ته د کوچني اختر د رارسېدو له امله مبارکي وایم. کوچنی اختر د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره یو له مهمو دیني مناسبتونو څخه دی. مسلمانان د کبریا ذات پر وړاندې تر یوې میاشتې عبادت او د عبودیت د آزموینې تر سره کولو وروسته د کوچني اختر ښه راغلاست او نمانځنه کوي.
لکه څنګه چې کوچنی اختر د خوښیو او خوشالیو اختر دی، خو په ډېرې خواشینۍ سره چې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال د روژې مبارکې میاشتې په لړ کې د یو لړ دردناکو حوادثو له امله د خپلو خپلوانو په ویر ناست دي. لازمه ګڼم، چې د وروستیو حوادثو شهیدانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او کورنیو او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړم.
سوله خیر ښېګڼه ده او هیله من یم، چې یوه ورځ د افغانستان ټول خلک د سولې له برکته خوشاله اخترونه او له خوښیو ډکې ورځې ولري. د افغانستان خلک نن تر بل هرڅه سولې، امن او ورورولۍ ته اړتیا لري او په دې مبارکو ورځو کې د خدای تعالی له سپېڅلي درباره غواړم، چې زموږ په زړونو کې د مهربانۍ، بښنې او ورورولۍ فضا حاکمه کړي، څو وکولای شو د نړۍ د نورو ملتونو په څېر د ترقۍ او پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږو.
هیله من یم، چې ټول افغانان د هېواد په اوسنیو شراېطو کې یو د بل ترڅنګ و اوسو او د خپل هېواد د نېکمرغې راتلونکې لپاره هڅه او هاند وکړو.
په پای کې ټولو هېوادوالو ته له ورورولۍ، مینې او له خوښیو د ډک اختر هیله کوم.
 
درناوی
ډاکټر اسدالله حنیف بلخي
د پوهنې وزیر