په کوردننه د کتابونو د چاپ پر لارو چارو بحث وشو

د افغانستان د پوهنې وزارت او افغان چاپ خونو ترمنځ پر دې خبرې وشوې، چې څنګه وکړلای شو وروسته تر دې د پوهنې وزارت اړوند کتابونه دننه په هیواد کې چاپ کړو. 
پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د راتلونکي تعلیمي کال لپاره شاوخوا ۵۰ میلیونه جلده کتابونه چاپ کړي، چې د نظام د پالیسۍ او ملي منافعو په پام کې نیولو سره یې باید ډېر کار کورنۍ مطبعې وکړي. له همدې امله نن د پوهنې وزارت د مشرتابه او چاپخونو ترمنځ ناسته وشوه.
د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي د چاپخونو استازو ته په خبرو کې وویل، چې د مطبعو ظرفیتونو ته په کتو به کتابونه ورته ورکړل شي او په کور دننه به یې د چاپ امکانات برابر شي. ده ټینګار وکړ، چې که اوس زموږ مطابع ټول کتابونه چاپولای هم نه شي، یوه سلنه به دوی ته ورکول کېږي او دې ته به لار پرانیستل کېږي، چې په راتلونکي کې ټول کتابونه په هیواد کې دننه چاپ شي.
د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو معین ډاکټر محمد ابراهیم شینواري هم په خپلو خبرو کې د وزارت او دولت هغه پالیسي، چې تر دې وروسته به کوښښ کېږي کتابونه په کور دننه چاپ شي بیان کړله او له ټولو مطبعو یې وغوښتل، چې دې مهم او ملي کارته تیاری ونیسي. ده ټینګار وکړ، چې که مطبعې یوه خاصه سلنه کتابونه ښه او پر وخت چاپ کړي، معارف به په دوامدار ډول ورسره قرارداد وکړي او هر کال به دوی ته دا چاره سپارل کېږي.
د کورنیو مطبعو استازو ددې ترڅنګ، چې د پوهنې وزارت ددې کار ستاینه وکړه، غوښتنه وکړله، چې له بهرنیو مطبعو سره د شویو قراردادونو په ډول دوی ته هم اسانتیاوې په پام کې ونیول شي. دوی وویل، چې افغانستان دا مهال له هغه حالته وتلی، چې چاپخونې یې کمزورې او د کار نه وې، ددوی په وینا که وخت ورکړل شي تیار دي ټول کتابونه هم په هیواد کې چاپ کړي.
په پای کې ژمنه وشوه، چې دواړه لوري به د پروژو د ښه عملي کولو لپاره له خپلو خواو ټول اصول او تیاریانې په پام کې نیسي او دا مهم ملي کار به سرته رسوي.
پوهنې وزارت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د امریکا له پراختیايي ادارې شاوخوا ۷۵ میلیونه ډالره مرسته اخیستې، چې پر مټ به یې کتابونه چاپ او ووېشل شي. ددې پیسو د لګښت پیل د مرسته کوونکې ادارې لخوا د نهایي ارزونو تر اعلان او اجازې وروسته کېږي.