د پوهنې وزیر د خواشینۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې (۲۰ چنګاښ) د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو د رییس محترم محمد کبیر حقمل مشر ورور محمد عظیم په لوګر ولایت کې په شهادت رسېدلی دی.
(انا لله و انا الیه راجعون)
زه د پوهنې وزارت د رهبرۍ په استازیتوب خپل د خواخوږۍ ژور مراتب ښاغلي حقمل او د هغه درنې کورنۍ ته وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) له درباره شهید محمد عظیم ته د فردوس جنت غوښتنه کوم.
 
ډاکټر اسدالله حنیف بلخي
د پوهنې وزیر