د تودو سیمو د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت د پوهنې د وزیر پیغام

د لوی خدای (ج) په سپېڅلي نامه
السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
 
ډېر خوښ یم، چې د پوهنې وزارت د رهبري پلاوي په استازیتوب د تودو سیمو د نوي ښوونیز کال د پيل په مناسبت د افغانستان ټول معارف دوسته ولس، درنو ښوونکو، ګرانو زده کوونکو او د پوهنې مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. 
درنو هېوادوالو، محترمو ښوونکو او ګرانو زده کوونکو! ښکاره ده، چې هېڅ یوه ټولنه له معیاري او پرمختللي پوهنیز نظام پرته د ترقۍ او پرمختګ لوړو پوړیو ته نشي رسېدلی او د بشریت ننی چټک پرمختګ هم د علم او پوهې د لوړ ارزښت ښکارندويي کوي. 
همدې اصل ته په پام پوهنې وزارت د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تر مدبرانه رهبرۍ لاندې تل هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې د متوازنو ښوونیزو او روزنیزو خدمتونو د وړاندې کولو او د ښوونځي سن ټولو ماشومانو په ځانګړي ډول نجونو ته د زده کړو د اسانتیاوې د برابرولو پرمټ له ټولنې د بې سوادۍ ټغر ټول او د ترقۍ او پرمختګ له نړیوال کاروان سره همغږي شو. 
د افغانستان د پوهنې وزارت له همدې امله له ټولو درنو هېوادوالو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ذیدخله شخصیتونو غواړي، چې د هېواد د پوهنې نظام په هر اړخیزه وده او پیاوړتیا، د ښوونځيو په تجهیز او بیارغونه او د معارف د سپېڅلي حریم په خوندي ساتلو کې ‎له دې وزارت سره هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.
په پای کې یو ځل بیا د تودو سیمو د نوي ښوونیز کال د پیل له امله د افغانستان ټول معارف پروره ولس او د پوهنې د ستر کاروان لارویانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.  
 
درناوی
ډاکټر اسدالله حنیف بلخي
د پوهنې وزیر