د لیک لوست نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د افغانستان د پوهنې وزارت د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د لیک لوست نړیواله ورځ ونمانځله. په دغه غونډه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش، د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني، د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال ډاکټر محمد ابراهیم شنیواري، د سواد زده کړو مرستیال ډاکټر سردار محمد رحیمي، د کابینې یو شمېر غړو، د سواد زده کړو مسوولینو، کارکوونکو او یو شمېر نورو چارواکو برخه لرله. 
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د سواد زده کړو مرستیال ډاکټر سردار محمد رحیمي په افغانستان کې د سواد زده کړو پر کلي وضعیت او له بې سوادۍ سره د مبارزې په اړه د پوهنې وزارت د پروګرامونو او تګلارو په اړه خبرې وکړې، زیاته یې کړه:« پوهنې وزارت ژمن دی چې د نړیوالې ټولنې او ملاتړو بنسټونو په مرسته او همکارۍ په ټولنه کې د سواد کچه لوړه او له بې سوادۍ سره جدي مبارزه وکړي. ښاغلي رحیمي وویل، چې اوسمهال په افغانستان کې ۶۱ سلنه خلک بې سواده دي او دا یو له تر ټولو لویو او جدي ستونزو څخه دی. هغه په دې برخه کې د اصلاحاتو او د یونسکو موسسې په مرسته د سواد زده کړو د ښوونیز نصاب له چمتو کېدو او دغه راز د خلکو د همکاریو او مشارکت یادونه هم وکړه، چې په خبره یې له دې لارې به وکولای شي په ټولنه کې د بې سوادۍ له منځه وړلو او د لیک لوست پراختیا ته زمینه برابره کړي.
د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال ډاکټر محمد ابراهیم شینواري هم بې سوادي د افغاني ټولنې د ترقۍ او پرمختګ پر وړاندې یوه لویه ننګونه وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې پوهنې وزارت به د خپلو منظمو پروګرامونو پرمټ وکولای شي په ټولنه کې د بې سوادۍ ګراف را ټیټ او خلکو ته د لیک لوست اسانتیاوې برابرې کړي.
د ولسمشر دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش د لیک لوست د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې یادونه وکړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بې سوادۍ د له منځه وړلو په برخه کې مهم ګامونه او چت کړي او په دې برخه کې لا جدي هلې ځلې روانې دي.
نوموړي په افغانستان کې د سواد زده کړو مخینې ته په اشارې وویل، چې په افغانستان کې له بې سوادۍ سره مبارزه د شاه امان الله خان له وخت راهیسې پیل شوې او نوموړی لومړنی کس و چې په هېواد کې یې د بې سوادۍ د له منځه وړلو په برخه کې ګامونه اوچت کړل. ښاغلي دانش زیاته کړه، چې هغه مهال د شاه دوشمشېرې ولي په جومات کې د لیک لوست لومړني ټولګي جوړ شوي وو او خلک هڅول کېدل چې لیک لوست زده کړي.
د سپټمبر ۸ مه د لیک لوست نړیواله ورځ، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د افغانستان د پوهنې وزارت له بې سوادۍ سره د مبارزې په موخه نمانځي؛ له ۱۹۶۶ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان یونسکو له لوري له بې سوادۍ سره د مبارزې، د لویانو، ماشومانو او په ځانګړي ډول زده کړو ته د نجونو د لاس رسي او د ټولنو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په موخه نمانځل کېږي.