د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت د پوهنې د وزیر پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
"اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِی خَلَقَ" صدق الله العظیم 
ولوله، د خپل رب په نوم چې هغه (ټول مخلوقات) پیدا کړي.
 
ویاړم، چې د سواد د نړیوالې ورځې د رارسېدو له امله، چې دوږي میاشتې له ۱۷ مې نېټې سره برابرېږي د پوهنې وزارت په استازیتوب ټولو علم دوسته هېوادوالو، د سواد زده کړې پروګرام مسوولینو او کارکوونکو، ښوونکو او د علم او پوهې د ځلانده ډیوې مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
د سواد درلودل او پر علم او پوهه ځان سمبالول نه یوازې د هېواد په هر اړخیز پرمختګ کې مهم رول لري، بلکې د یوه هوسا ژوند د برابرولو او د سولې او ثبات په راوستلو او ټینګښت کې، چې په اوسني وخت کې زمونږ لپاره حیاتي ارزښت لري؛ هم د خورا اهمیت وړ دی. له دې امله موږ هغه وخت د ټولنې ټولې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې له منځه وړلی او یوه هوسا ټولنه درلودلی شو، چې د علم او پوهې په ارزښتمنده ګاڼه سمبال شو. 
همدې اصل ته په پام موږ یوازې د علم او پوهې له لارې خپلو مشروعو غوښتنو او لوړو ارمانونو ته رسېدلی شو او له دې پرته به ستونزمنه وي، چې ټولنه د نړۍ د نني چټګ پرمختګ له کاروان سره هملارې کړو.  د خوښۍ ځای دی، چې له بې سوادۍ سره مبارزه اوسمهال پر یوه نړیوال خوځښت بدله شوې او د نړۍ ډېری هېوادونو د بې سوادۍ له منځه وړلو ته مټې رانغاړلي دي. 
د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت هم د خپلو ښوونیزو سیاستونو په چوکاټ کې له بې سوادۍ سره مبارزې ته د خپلو تګلارو په سر کې ځای ورکړی، چې په دې برخه کې مهم پرمختګونه او د ولسمشرۍ ماڼۍ د دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش په مشرۍ د بې سوادۍ د له منځه وړلو کمېټې جوړېدل د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جدي هلو ځلو ښکارندويي کوي.
د پوهنې وزارت د سواد د نړیوالې ورځې در رارسېدو په مناسبت یو ځل بیا ژمنه کوي، چې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په مرسته به په ګران هېواد افغانستان کې د بې علمۍ او جهل بدرنګه ټغر ټول کړي.
یو ځل بیا ددې با ارزښته ورځې د را رسېدو له امله ټولو علم خوښوونکو هېوادوالو ته مبارکي وایم او هیله مو داده، چې د خپلو نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په پایله کې د یوه باسواد او پرمختللي افغانستان شاهدان واوسو.
 
ډاکټر اسدالله حنیف بلخي
د پوهنې وزیر