د لوګر له څلورو لېسو سره د لمریزو تختو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د نجونو له څلورو لېسو سره د ایشیا فونډېشن له لخوا د لمریزو تختو، بیټریو او برقي وسایلو مرسته وشوه. 
دغه مرسته د بي بي آمنې، محمدآغې، خوښۍ او د بره کي راجان د نجونو له لېسو سره شوې، چې ټول ارزښت یې ۳۲۰۰ امریکایي ډالره ښودل شوی دی. 
په دې مرسته کې هرې لېسې ته د ۸ سوه امریکایي ډالرو په ارزښت دوه تختې سولر، دوه بیټرۍ، او نهه قلمه نور د لمریزو تختو پورې تړلي بریښنایي وسایل ورکړل شوي دي. 
له یادو وسایلو څخه به زده کوونکو ته د کانکور د تیاري په روزنیزو پروګرامونو کې د ښوونیزو برقي وسایلو په روښانولو کې کار واخیستل شي. 
د یادونې وړده، چې د ایشیا فونډېشن تیر کال هم له نوموړو لېسو سره د لمریزو تختو، بیټریواو بریښنایي وسایلو مرسته کړې وه.