کندهار کې د ۲۰ ښوونځيو د ترمیم چارې پیل شوې

د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰ بابه ښوونځيو د بیارغولو او ترمیم چارې د مرستیال والي عبدالحنان منیب، د کندهار د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون او یو شمېر نورو چارواکو لخوا پیل شوې. 
دغه لړۍ د کندهار د مرکز له افغان سیدجمال الدین عالي لېسې پیل شوه او د روان مالي کال تر پایه به د ټولو ښوونځيو د ترمیم چارې پای ته ورسېږي. 
د پوهنې رییس ښاغلي پیوستون وویل، چې دغه ۲۰ ښوونځي د پوهنې ریاست له پرمختايي بودیجې ترمیم او بیارغول کېږي او ددې ترڅنګ به د یو شمېر نورو ښوونځيو د بیارغولو چارې هم پیل شي. نوموړي دغه راز وویل، چې په روان ښوونیز کال کې به تړلي ۴۷ ښوونځي هم د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شي، چې په ترڅ کې به یې د یاد ولایت زرګونه زده کوونکو ته د بیا زده کړو اسانتیاوې برابرې شي. 
ښاغلي پیوستون یادونه وکړه، چې په نژدې راتلونکي کې به د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار ښوونځيو ته قرطاسیه او فرشونه هم ووېشي.