امریکا له پوهنې وزارت سره د کتابونو د چاپ او وېش برخه کې نوې مرسته اعلان کړه

د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي اداره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره له پوهنې وزارت سره د کتابونو د چاپ او وېش په برخه کې مرسته کوي. دا مرسته ۷۵ میلیونه ډالره کېږي او رسمي اعلان یې نن (سه شنبه، د لړم ۱۶)     د امریکا په سفارت کې وشو. 
په کابل کې د امریکا سفیر هوګولارینس دا له افغان پوهنې سره د خپل هېواد تعهد او په هېواد کې د معارف اهمیت یاد کړ او په ټینګار سره یې وویل، چې دغه شان مرستې له افغانستان سره د امریکا د همکاریو د دوام ښکارندويي کوي. 
نوموړي له پوهنې وزارته وغوښتل، چې پر دې پیسو دومره کتابونه چاپ کړي، چې نور زده کوونکي د درسي توکو کمښت احساس نکړي او په ورته وخت کې دا توکي پر خپل وخت ورته ورسېږي. د امریکا سفیر ټینګار وکړ، چې معارف د افغانستان اساس جوړوي او ددې اساس د لا ښه جوړښت لپاره باید هم حکومت او هم مرستندویه ادارې په ګډه کار وکړي. 
هوګو لارینس په افغانستان کې د پوهنې وده د پام وړ وبلله، ده وویل، له هغه ځایه، چې دې سکتور سفر پیل کړی تر دې ځایه رسېدل یې ستره لاسته راوړنه ده، خو بیاهم د کیفیت او د فساد مخنیوي ته باید لا ډېره پاملرنه وشي، چې د نویو مرستو اساس هم همدا جوړوي.د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله، چې د یادې مرستې د اعلان په مراسمو کې یې خبرې کولې له امریکا مننه وکړه، چې په مختلفو برخو په تېره بیا پوهنه کې مرسته کوي. ده ژمنه وکړه، چې هر مرسته شوی ډالر به په حساب او شفاف ډول لګوي او په اغېزناک ډول به استفاده ترې کوي. 
نوموړي په افغانستان کې د امریکا له سفارته هم مننه وکړه، چې په تېره بیا معارف سره مرسته کوي او د افغانستان دې اړتیا ته یې پام اړولی دی.
پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي هم په خپلو خبرو کې له امریکا مننه وکړه. ده وویل، چې کتابونه تل د وزارت پر وړاندې یو چلنج و، چې تمه ده ددې مرستو په کېدو سره دا ستونزه اواره شي. نوموړي وویل، چې پر دې پیسو به شاوخوا ۱۳۵ میلیونه جلده کتابونه چاپ او ووېشل شي، چې د پوهنې د کیفیت او لاسرسي په برخه کې ډېر مهم دي.
د پوهنې وزیر ټینګار وکړ، چې ددې کتابونو د یوې برخې د چاپ لپاره به له داخلي مطبوعو هم استفاده وشي، چې کتابونه په ښه کیفیت او ټاکل شوي وخت کې چاپ او تر زده کوونکو ورسېږي.