د بشري قوا عالي شورا د پوهنې وزارت اصلاحي پروګرام و ارزاوه

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د بشري قوا عالي شورا غونډه، چې په ارګ کې جوړه شوې وه د پوهنې وزارت اصلاحي پروګرام یې وارزاوه.
په دې غونډه کې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین ډاکتر محمد ابراهیم شینواري د سمون لپاره د پوهنې وزارت د عمل پلان وړاندې کړ.
هغه وویل، د دغه پلان موخې په تعلیمي سیستم کې د بنسټیز سمون لپاره د پوهنې وزارت ژمنه تجدیدول او د هغو کړنو د عملي کولو لپاره واضح معیارونه جوړول چې باید عملي شي.
ډاکتر محمد ابرایم شینواري زیاته کړه، د پوهنې وزارت اصلاحي پروګرام کې د اساسي دندې او تشکیل، د بشري سرچینو، تدارکاتو، دمالي مدیریت، دتعلیمي مدیریت دمعلوماتوسیستم، د فساد کنټرول او لمنځه وړل، د منابعو مثمرلګښت، د پوهنې د پروګرامونوڅارنه او ارزونه او د داخلي تفتیش سمون شامل دي.
د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین د دې اصلاحي پروګرام د کیفیت او مرتبط والي په اړه وویل، په دې برخه کې پنځه فعالیتونه لکه د تعلیمي نصاب سمون، د درسي کتابونو چاپ او وېش، د ښوونکو روزنه، تعلیمي څارنه او په پوهنه کې له ټکنالوژۍ څخه استفاده شامل دي.
هغه همداراز وویل، د دغه اصلاحي پلان بله برخه پوهنې ته عادلانه لاسرسی دی چې عمده فعالیتونه یې تر ښونځي بهر ماشومانو زده کړه، په پوهنه کې د خصوصي سکتور ونډه زیاتول، د عمومي زده کړو د خدماتو عادلانه کول، د تخنیکي او مسلکي زده کړو پراختیا او سمون او د لویانو سواد او زده کړه دي.
په همدې ترتیب هغه د پوهنې وزارت د نوښتونو، په پوهنه کې د خلکو د ونډې زیاتولو، د محرومو سیمو لپاره د زده کړې پروګرامونواو د راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات ورکړل.
ولسمشر غني په دې اړه وویل، د پوهنې وزارت اوسنی وضعیت ځواب ویونکی نه دی او مونږ په دې برخه کې اقداماتو ته اړتیا لرو. هغه زیاته کړه اساسي موخه دا ده چې مونږ د پوهنې وضعیت څنګه ښه او باکیفیته کړو او پر بېلابېلو موډلونو د کار له لارې باید دغه بدلون رامنځته شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د پوهنې وزارت اوسنی تشکیل د دوام وړ نه دی او د دغه وزارت تشکیل او دندې باید مشخصې شي. هغه زیاته کړه، څو غونډو ته اړتیا ده چې د پوهنې وزارت د بېلابېلو برخو پر کلیدي دندو کار وشي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د احصایې ادارې او مخابراتو وزارت یو کاري ټیم دې د پوهنې وزارت په اړه کار وکړي چې د ښوونکوشمېر او موجوده امکانات په دقیقه توګه مشخص شي.
هغه څرګنده کړه: د ولسي تړون پروګرام له خوا جوړې شوې شوراګانې د ښوونکو، ښوونیز نصاب او ښونځیو په تثبیت کې مرسته کولی شي.
جمهوررئیس وویل: د ملکي خدماتو ۶۰ سلنه کارکوونکي د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دي، د هغوی مدیریت د دې وزارت په توان کې نه دی او اړتیا ده چې ځینې دندې د دغه وزارت له چوکاټ څخه بهر کړو.
محمد اشرف غني زیاته کړه، پوهنې وزارت کې تعلیمي نصاب، تدارکات، مالي مدیریت، له سرچینو موثره استفاده او له فساد سره مبارزه لا زیات کار ته اړتیا لري او مونږ په دې برخه کې باید د مدني ټولنې لیدلوری او طرحې هم ولرو، ترڅو دغه برخې په موثره توګه خپلې دندې ترسره کړي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، پوهنې وزارت دې تر دولسمو ټولګیو پورې تمرکز وکړي او د دارالمعلمینونو او تخینکي زده کړولپاره باید نور بدیلونه په پام کې ونیول شي.
ارګ