لوګر کې د څلورو ښوونځیو بیارغاونه پیل شوه

د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د څلورو بیلا بیلو ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې او ترمیم چارې پیل شوې.
دغه ښوونځي د عرفان موسسې له خوا د یو میلیون او درې لکه نهه دیرش زره افغانیو په لګښت د راتلونکي یوې میاشتې په موده کې بیارغول کیږي. 
په دغو ښوونځیو کې د سفید سنګ، ګمران، خواجه ویس بابا او رحم آباد د نجونو او هلکانو ښوونځیو ودانۍ شامل دي.
د لوګر د پوهنې په ډکر کې اوس مهال د ۵۶ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ بیلا بیلو پرژو چارې روانې دي. 
په یادو پروژو کې ۳ ښوونیزو مرکزونو ته د ودانیو جوړول او د ۲۷ نورو ښوونځیو د ترمیم چارې شامل دي. 
د یادونې وړده،چې په لوګر کې تیر کال هم ۲۲ نور ښوونځي د پوهنې وزارت د پراختیایي بودجې له لارې بیا رغول شوي دي.