د پوهنې وزارت خبرتیا

پوهنې وزارت د هېواد د سړو سیمو د ښوونځيو، دیني مدرسو، تخنیکي او مسلکي زده کړو او د ښوونکو د روزنې مرکزونو مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو ته د کلنیو آزموینو په اړه خبر ورکوي، چې:
د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون د پرېکړې له مخې له لومړي تر درېیم ټولګي کلنۍ آزموینې د ۱۳۹۶ کال د روانې لړم میاشتې په ۲۵ نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر پایه دوام مومي. له څلورم تر دولسم ټولګي کلنۍ آزموینې بیا د راتلونکې لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او ۱۵ ورځې دوام کوي. 
د تدریساتو کمېسیون دغه راز د کابل او هرات ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته چې د «افغان ماشوم یې لولي» پروګرام پکې روان دی؛ هدایت ورکړی، چې له لومړي تر درېیم ټولګي آزموینې دې د یاد پروګرام د بریالي پای ته رسېدو په موخه ۱۲ ورځې وځنډوي.
پوهنې وزارت د ښوونیز نظارت عمومي ریاست ته سپارښتنه کوي، چې د ولایتي آمریتونو له لارې د سړو سیمو په ښوونیزو مرکزونو کې د آزموینو له بهیر څخه جدي څارنه وکړي.