د خواشینۍ پیغام

په ډیری خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند کمالخیلو د هلکانو د منځني ښوونځي یو تن ښوونکی اسد الله د محمد الله زوی د نامعلومو وسله والو له خوا په شهادت رسېدلی.
انا لله و انا الیه راجعون
خدای بښلی استاد اسدالله شاوخوا ۶۳ کاله عمر درلود او له ۱۸ کلونو راپدیخوا یې په بیلا بیلو ښوونځیو کې د ښوونکي سپېڅلي دنده په پوره ریښتینولۍ او صداقت پرمخ وړله.
شهید استاد پرون ماښام د لمانځه له ادا کولو وروسته ناڅرګندو وسله والو د کمالخیلو په سیمه کې شهید کړی دی. 
ارواښاد شهید اسدالله د لوګر په محمدي دارالعلوم کې د دیني علومو په څانګه کې نیمه لوړې زده کړې کړې وې او دیني عالم هم و. 
د پوهنې وزارت دغه دردونکې پېښه په کلکو ټکو غندي او شهید استاد ته د لوی خدای (ج) له درباره فردوس جنت، کورنۍ او خپلوانو ته یې د زړه صبر غواړي.
همدارنګه د هېواد له امنیتی ارګانونو په ټینګه غواړي، چې د دغې پېښې عاملین ژر تر ژره و نیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاری.