د بي بي مریم د نجونو لېسې نوې ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند د بي بي مریم د نجونو عالي لېسې نوې جوړه شوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه. 
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات د ودانۍ د پرانېستو له امله د ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او دسیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او له ټولو یې وغوښتل، چې ساتنې او مراقبت ته یې جدي پاملرنه وکړي. 
د بي بي مریم د نجونو لېسې نوې ودانۍ د پوهنې وزارت د پرمختیايي بودیجې په څه باندې ۹،۲ میلیونه افغانیو د یوه کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، ۲ تحویلخانې، لابراتوار، د زده کوونکو د اړتیا وړ مېز – څوکۍ او نورې اړوندې ټولې اسانتیاوې لري. 
د ښوونځي د نوې ودانۍ له پرانېستو سره د یادې لېسې سلګونو نجونو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابر شوی دی.