ګردېز کې د لرې پرتو سیمو د زده کوونکو لپاره د لیلیې ودانۍ جوړېږي

د پکتیا ولایت د مرکر ګردېز په غازي ببرک خان عالي لېسه کې د لیلیې د یوې مجهزې ودانۍ د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. 
د ودانۍ د بنسټ ډبره د پکتیا د والي ښاغلي شمیم خان کټوازي، د ولایتي شورا د رییس، د پوهنې مسوولینو او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو لخوا کېښودل شوه.
د لیلیې یاده ودانۍ، چې د یو کال په ترڅ کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي ۷۶ د اوسېدو خونې او نورې اړوندې ټولې اسانتیاوې به ولري. د پکتیا د سیمه ییزو چارواکو په وینا، چې دغه ودانۍ په څلورو پوړونو کې په اساسي ډول جوړېږي او شاوخوا ۴۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. 
دا ودانۍ به د لرې پرتو سیمو د هغو زده کوونکو لپاره وي، چې د لارې د لرې والي او یا هم نورو دلاېلو له امله نشي کولای ښوونځيو ته ولاړ شي او خپلې زده کړې سرته ورسوي.
ددې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یاد ولایت د لرې پرتو سیمو ګڼ شمېر زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.