د پوهنې سرپرست وزیر د اسلامي زده کړو له معینیت څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د وزارت له مرکزي ادارو څخه د لیدنو کتنو په ترڅ کې دا ځل د اسلامي زده کړو معینیت بېلابېلې برخې له نژدې ولیدې او د کاري لارو چارو او پرمختګونو په اړه یې د یاد معینیت له کارکوونکو سره خبرې اترې وکړې. 
ددې لیدنې پرمهال، چې د اسلامي زده کړو مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد شفیق صمیم هم حضور درلود؛ د کارکوونکو ستونزې او مشکلات واورېدل شول او د حل په اړه یې مسوولو چارواکو ته لازمې لارښوونې وشوې. 
د پوهنې سرپرست وزیر دغه راز د هېواد بېلابېلو برخو ته د دیني مدرسو د پراختیا او د دارالعلومونو او دارالحفاظونو د جوړولو په اړه د یاد معینیت مسوولینو ته لازم هدایات ورکړل او ترې ویې غوښتل، چې موجودو امکاناتو ته په پام سره په یادو برخو کې جدي هلې ځلې وکړي.
په پای کې یو ځل بیا د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي د یاد معینیت د اسلامي پروګرامو د پلي کېدو په برخه کې خپله ژمنتیا او هوډ څرګند کړ.