بدخشان کې د نجونو یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ اړوند د خوشپاک د نجونو عالي لېسې نوې جوړه شوې ودانۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. 
ددې ودانۍ رغنیزې چارې د ۱۳۹۶ کال د غويي میاشتې په ۵ مه نېټه پیل شوې وې، چې موده وړاندې پای ته ورسېدې او پرون د والي احمد فیصل بیګ زاد، د پوهنې رییس ډاکټر روح الله محقق، د سیمې د قومي مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو لخوا د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه. 
دا ودانۍ د ۳۳۰۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د یګان پروژې له لوري د آغا خان بنسټ په همکارۍ جوړه شوې، چې ټولې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې لري او له جوړېدو او پرانېستو سره یې د یادې لېسې سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابر شوی دی. 
د یادولو وړ ده، چې د یاد ولایت والي او نورو سیمه ییزو چارواکو اشکاشم ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د راه شرق لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره هم کېښوده.