ښوونځيو ته د خپلو اولادونو په استولو کې د کندهار د قومي مشرانو ژمنه

د کندهار د دامان او تخته پل ولسوالیو قومي مشرانو له پوهنې د ملاتړ په یوه غونډه کې ژمنه وکړه، چې د یادو ولسوالیو د ښوونځي سن ټول ماشومان به ښوونځيو ته استوي او په بېلابېلو برخو کې به له معارف سره هر اړخیره مرسته او همکاري کوي. 
د یاد ولایت په دامان ولسوالۍ کې د تخته پل او دامان د لسګونو قومي مشرانو په ګډون له پوهنې د ملاتړ او په ښوونځيو کې د ماشومانو د شمولیت په تړاو د عامه پوهاوي لویه غونډه جوړه شوې وه. د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب او د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون هم د یادو ولسوالیو د قومي مشرانو په غونډه کې ګډون وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د یوې ښې راتلونکې په موخه خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي او د تېر په څېر له معارف سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. 
د پوهنې رییس په ځانګړي ډول د دامان له قومي مشرانو او اوسېدونکو مننه وکړه، چې له پوهنې ملاتړ کوي او په دې ولسوالۍ کې یې ټول ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانیستي دي. 
په یاده غونډه کې قومي مشرانو د پوهنې له بهیر څخه د خپل کلک ملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په یادو ولسوالیو کې به د ښوونیز بهیر د ودې او پیاوړتیا لپاره خپلې هېڅ ډول هڅې درېغ نکړي او هڅه به وکړي، چې د ښوونځي سن ټول ماشومان په ځانګړي ډول نجونې ښوونځيو ته واستوي. 
د غونډې په پای کې د یادو ولسوالیو د پوهنې آمرینو ته د زده کوونکو لپاره برابر شوي مېزونه او څوکۍ ورکړل شوې او هم پر زده کوونکو د قرطاسیې د وېش بهیر پیل شو.