هرات کې د شهید اونۍ په مناسبت د زده کوونکو ترمنځ د منډو سیالي جوړه شوه

د هرات ولایت د پوهنې ریاست د کلتوري او ورزشي شورا له لوري د شهید اونۍ او ملي قهرمان احمدشاه مسعود د شهادت د تلین په مناسبت د نجونو زده کوونکو ترمنځ د منډو سیالي وشوه. 
په دغه سیالۍ کې د یاد ولایت د لسو ښوونځيو ۱۲۰ تنه نجونو زده کوونکو د ریلي او ۱۰۰ متره، ۲۰۰ متره او ۴۰۰ متره په واټن جوړه شویو سیالیو کې ګډون کړی وو.
د ریلي منډو سیالۍ کې د سیفي د نجونو ښوونځي لومړی، سپینې ادې ښوونځي دویم او مهري هروي ښوونځي درېیم مقام خپل کړ.
د ۱۰۰ متره په واټن جوړه شوې سیالۍ کې بي بي شهر بانو لېسې لومړی، سیفي لېسې دویم او فتح لېسې درېیم مقام وګاټه.
په ۲۰۰ متري سیالۍ کې سپینې ادې ښوونځي لومړی، فکري سلجوقي دویم او امیر علي شېر نوايي ښوونځي زده کوونکو درېیم مقام په خپل نوم ثبت کړ.
او د ۴۰۰ مترو په واټن جوړه شوې سیالۍ کې د فکري سلجوقي لېسې اول، د فتح او سپینې ادې ښوونځيو په ترتیب دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.