ننګرهار کې پر دوه ښوونځيو برید شوی

د ننګرهار ولایت په دوه بابه ښوونځيو کې د جلا چاودنو له امله د یادو ښوونځيو دوه تن ملازمین ټپیان شوي دي. 
دغه پېښې نن سهار هغه مهال رامنځ ته شوي، چې د بهسودو ولسوالۍ د ملکه حمیرا ښوونځي په محوطه کې ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد او نامالومو وسله والو د جلال آباد ښار د بي بي حوا ښوونځي ته لاسي بم وغورځاوه. 
ددغو چاودنو له امله د یادو ښوونځيو دوه تن ملازمین ټپیان شوي اما زده کوونکو او د ښوونځيو ودانیو ته کوم زیان نه دی رسېدلی. 
پوهنې وزارت د یوه غیر سیاسي – نظامي بنسټ په توګه پر ښوونیزو مرکزونو هر ډول برید غندي او له امنیتي ارګانونو غواړي، چې د یادو پېښو د عاملینو په پېژندلو کې جدي هلې ځلې وکړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. 
پوهنې وزارت دغه راز له دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو غواړي، چې د ښوونځيو امنیت ساتلو ته چې عام المنفعه تاسیسات دي؛ جدي توجه وکړي او په دې برخه کې له وزارت سره مرسته او همکاري وکړي.