د لوګر له یوه ښوونځي سره خلکو او زده کوونکو نغدي مرسته کړې

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د کتب خیلو د هلکانو له لېسې سره خلکو او زده کوونکو ۹۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده. 
یاده مرسته د پوهنې بهیر په ملاتړ او د یادې لېسې د یو شمېر ستونزو د هوارولو په موخه شوې ده. 
پر را ټولې شوې نغدي مرستې د زده کوونکو لپاره د بایسکلونو پارکینګ او د والیبال میدان جوړ شوی دی.
د لوګر د پوهنې رییس عبدالوکیل کلیوال له یادې لېسې سره د خلکو او زده کوونکو مرسته ستایلې او د نورو سیمو پر خلکو یې غږ وکړ، چې د ښوونځیو د ستونزو هوارولو په موخه ورته مرستې وکړي. 
افغان ولسمشر روان ۱۳۹۷ ښوونیز کال له پوهنې د ملاتړ کال نومولی، چې له همدې امله د لوګر اوسېدونکو د پوهنې په برخه کې خورا ارزښتناکې مرستې کړي او لا یې هم کوي. 
د یادولو وړ ده، چې لوګر کې د روان کال له پیله تر اوسه د نغدي او نورو مرستو تر څنګ نژدې ۴۰ جریبه ځمکه هم د ښوونځیو د نویو ودانیو د جوړولو لپاره معارف ته ډالۍ شوې ده.