سعودي عربستان د افغانستان له معارف سره د همکارۍ ژمنه وکړه

په کابل کې د سعودي عربستان سفیر جاسم محمد الخالد د پوهنې له سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې هېواد یې د افغانستان له معارف سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.
په دې لیدنه کې د پوهنې سرپرست وزیر د افغانستان د ښوونیز نظام د وضعیت په اړه د سعودي عربستان سفیر ته هر اړخیز مالومات ورکړل.
ښاغلي بلخي د درسي ټولګیو او د ښوونځيو لپاره د نویو ودانیو د کمښت ستونزه یاده کړه او هیله یې وښوده، چې یاد هېواد په دې برخه کې د افغانستان د پوهنې وزارت سره همکاري وکړي. 
د سعودي عربستان سفیر جاسم محمدالخالد په دې لیدنه کې یادونه وکړه، چې هېواد یې منلې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۰۰ بابه ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې کړي. نوموړي د پوهنې له سرپرست وزیر سره په دې برخه کې د اجرااتو او پرمختګونو په اړه خبرې اترې وکړې. 
ښاغلي بلخي دغه راز له ښوونځي د لرې پاتې ۳،۷ میلیون ماشومانو د شمولیت او د ښوونکو دظرفیتونو د لوړولو په تړاو د هلو ځلو یادونه وکړه او له ښاغلي خالد یې وغوښتل، چې افغان ځوانانو ته په بېلابېلو څانګو کې تحصیلي بورسیې ورکړي.
د لیدنې په پای کې د پوهنې سرپرست وزیر محمد میرویس بلخي د سعودي د سفیر هغې بلنې ته، چې سعودي ته سفر وکړي او د هغه هېواد د پوهنې له وزیر سره ملاقات وکړي؛ مثبت ځواب ووایه.