د حنظله بادغیسي ښوونځي ته ۲۴ صنفي ودانۍ جوړېږي

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د حنظله بادغیسي ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغه ودانۍ چې په راتلونکو اتو کاري میاشتو کې بشپړېږي شاوخوا ۵۰۰۰ زده کوونکو ته به د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر کړي.
د بادغیس د پوهنې رییس ډاکټر زکریا رحیمي وایي، د حنظله بادغیسي ښوونځي ته د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۵۶۰ متر مربع ځمکه کې نوې درې پوړیزه ودانۍ جوړېږي، چې ۲۴ درسي ټولګي او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري. دغه ودانۍ به پر یو وخت د ۱۲۰۰ زده کوونکو ظرفیت ولري، چې له جوړېدو او پرانېستو سره به په دغه ولایت کې د زده کړو د کیفیت کچه خورا لوړه شي. 
د یادې ودانۍ د بنسټ ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د بادغیس والي ډاکټر عبدالغفور ملکزي، د پوهنې رییس ډاکټر زکریا رحیمي، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو.