د مریم عالي لېسې جمنازیوم پرانېستل شو

پوهنې وزارت ـ کابل: د کابل ښار اړوند د مریم عالي لېسې جمنازیوم د پوهنې د سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي له لوري پرانېستل شو.
د پوهنې سرپرست وزیر د یاد جمنازیوم د پرانېستې مراسمو کې له پوهنې د ملاتړ کال په ترڅ کې د معارف له ټولو ملاتړو مننه وکړه او زیاته کړه، چې له پوهنې د ملاتړ لسیزه کې به ټول تمرکز او ظرفیت د پوهنې پر وده او پراختیا ولګوي.
ښاغلي بلخي د معارف پر ولسي کولو د ټینګار ترڅنګ یادونه وکړه، چې که معارف ولسي نشي او خلک ترې ملاتړ ونکړي د یوه خوندي او متوازن ښوونیز او روزنیر چاپېریال د رامنځ ته کولو غوښتنه به د کاغذ پرمخ پاتې شي.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د خپلو مالي مرستو یوه برخه «د افغانستان پر ځان بسیاینه د افغانستان لپاره» تر شعار لاندې د معارف د ودې او پراختیا لپاره ولګوي. 
په دې مراسمو کې د مریم لېسې مدیرې نوریې راغب له هغو بنسټونو او خلکو څخه چې د یاد جمنازیوم د جوړېدو په برخه کې مرسته او همکاري کړې مننه وکړه. 
د یاد ښوونځي د زده کوونکو لپاره پر جوړ شوي جمنازیوم ۸۵۰۰۰ افغانۍ لګښت راغلی، چې د افغانستان د نړیوال بانک (AIB) له لوري ورکړل شوي دي. 
دغه راز له هېواده بهر معارف دوسته هېوادوالو د ۲۷۴،۶۸۴ افغانیو په ارزښت لس پایې کمپیوټرونه له نورو ټولو تجهیزاتو سره خریداري او د مریم لېسې له ادارې سره مرسته کړي دي. همدارنګه د یاد ښوونځي له پوهنې د ملاتړ کمېټې د ښوونځي ۷۰۰ متر مربع ساحه د ۱۸۵،۵۰۰ افغانیو په ارزښت کانکرېټ کړې ده.
ددې ترڅنګ یو شمېر نورو معارف دوستانو او د زده کوونکو والدینو ۲۳۰،۰۰۰ افغانۍ د یاد ښوونځي پر سرسبزۍ، ترمیم، رنګمالۍ او د درسي توکو پر اخیستو لګولي دي.