ژېړۍ کې تړلي درې ښوونځي پرانېستل شول

د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې له تېرو څو کلونو راهیسې د تړلیو درې بابه ابتدایه ښوونځيو دروازې بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوې. دغه ښوونځي د کندهار د پوهنې ریاست او د سیمې د قومي مشرانو په هلو ځلو بېرته پرانېستل شوي دي. 
د یاد ولایت د پوهنې ریاست د نظارت آمر نعمت الله فېروز وايي، چې د سیمې د اوسېدونکو په هلو ځلو او غوښتنو یې ددغو ښوونځيو بیا پرانېستو ته زمینه برابره کړې او هیله ښيي، چې له پرانېستو سره به یې له ښوونځي محرومو سلګونو زده کوونکو ته د زده کړو آسانتیاوې برابرې شي. 
ښاغلی فېروز زیاتوي، چې پوهنې ریاست هڅه کوي د یادو ښوونځيو زده کوونکو ته درسي کتابونه، قرطاسیه او نورو درسي توکي هم برابر کړي، څو وکولای شي په ښه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. 
د ژېړۍ اوسېدونکو هم په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ښوونځيو له بیا پرانېستو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د خپلو اولادونو د ښې راتلونکې لپاره به د معارف په وده او پیاوړتیا کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي. 
پوهنې وزارت له پوهنې د ملاتړ کال او لسیزې په ترڅ کې جدي هلې ځلې کوي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ناامنیو او یو شمېر نورو ستونزو له امله د تړلو ټولو ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ پرانیزي.