د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت پیغام

پنجشنبه- کابل:
نن د اکتوبر ۱۱مه د نجونو نړیوال ورځ ده. یاده ورځ هر کال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د نجونو موقف او اهمیت ته د درناوي په موخه نمانځل کېږي. 
سږکال ددې ورځې نمانځنه تر (زده کړې ته چمتو، ژوند ته چمتو) شعار لاندې کېږي. د افغانستان د پوهنې وزارت په داسې حال کې، چې د شاوخوا ۳،۵ میلیونه نجونو لپاره د تعلیمي خدماتو د برابرولو ویاړ لري، ددې ورځې د رارسېدو له امله د هیواد ټولو معصومو نجونو ته مبارکي وايي. 

موږ په دې عقیده یو، چې نجونې مو په راتلونکي کې د یوه با غروره، په خپلو پښو ولاړ او د علم په ګاڼه سنبال ولس په جوړولو کې مرسته کوي، له همدې امله مو د افرادو، کورنیو، ټولنې او اولس په توګه مکلفیت جوړېږي، چې په هره کچه د خپل ښه راتلونکي لپاره کار وکړو او دا نسل د پوهې په ګاڼه سنبال کړو. 
د نجونو زده کړه نه یوازې د هغوی انساني او دیني حق دی، بلکې د ټولنې د ټولو برخو دیني مسئولیت هم دی، ځکه نو اړینه ده، چې دې مسئولیت ته پاملرنه وکړو او په ترسره کولو سره یې د دنیا او آخرت خوشبختي خپله کړو.
پوهنې وزارت د نجونو د زده کړو د پالیسۍ په نهايي کولو سره غواړي په دې برخه کې خپله ونډه تر پخوا لا ډېره ادا کړي او له خپل ټول مسلمان او علمپال ولسه هم غوښتنه کوي، چې ددې پالیسۍ په تطبیق کې له موږ سره مرسته کړي. 
زموږ هیواد د نجونو د تعلیم په برخه کې د طالبانو د نظام تر سقوط وروسته د پام وړ پرمختګونه کړي. همدا اوس زموږ د زده کوونکو ۴۲٪ نجونې جوړوي او د هیواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه ښوونځي د نجونو لپاره تعلیمي خدمات برابروي. په ورته وخت کې هغو نجونو ته، چې ښوونځي ته لاسرسی نه لري زرګونه سیمه ییز ټولګي جوړ شوي او ددې زمینه ورته برابره شوې ده، چې د خدای پېژندنې او ځان پېژندنې سفر د یوه داسې واحد تعلیمي نصاب په اډانه کې وغځوي، چې بنسټ یې د اسلام مبارک دین او منل شوي افغاني رسوم او عنعنات جوړوي. 
خو له دې ټولو پرمختګونو سره سره، لاهم د نا امنیو، اقتصادي ستونزو او منفي کلتوري محدودیتونو له امله شاوخوا ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه شي تللای، چې تر ۶۰٪ ‌ډېر یې نجونې دي. د نجونو نړیواله ورځ یو ځل بیا موږ ته دغه له ښوونځي بهر قشر را یادوي او دا تعهد مو پیاوړی کوي، چې ښوونځي ته ددوی په راوستو کې به له هېڅ راز هڅو او مڼدو مخ وانه ړوو. په ورته وخت کې له ټولو کورنیو، مشرانو، سپین ږیرو او متنفذینو غواړو، چې په دې لاره کې زموږ ملا وتړي.
د ښوونې او روزنې یوه مشهوره مقوله ده، چې د یوه هلک روزل د یوه فرد روزل دي، خو د یوې نجلۍ روزل د یوې ټولنې روزل دي؛ دې ټکي ته په کتو موږ ټول مسئولیت لرو، چې خپلې خپل بچیان په داسې یوه روحیه ښوونځي ته واستوو، چې د هلک او نجلۍ توپیر ونکړو، بلکې نجونو ته لومړیتوب هم ورکړو.