د دامان ولسوالۍ د ښوونځيو شوراګانو غړو ته ورکشاپ جوړ شو

د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د ۴ ښوونځيو اداري شورا غړو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز ورکشاپ جوړ شو. ورکشاپ د یادو شوراګانو د ظرفیت لوړونې، په ښوونځیو کې د ماشومانو د شمولیت او د پوهنې په وده او پیاوړتیا کې د ټولنې د ښکیلتیا په موخه جوړ شوی دی. 
په دغه روزنیز ورکشاپ کې د یادو څلورو ښوونځيو د اداري شوراګانو شاوخوا ۵۵ غړي برخه لري، چې د ټولنیز خوځښت او شوراګانو ریاست د فعالیتونو، د ټولنیزو کړو وړو او د پوهنې په برخه کې د اړیکو د پیاوړي کولو، د پوهنې په اړه ټولنې ته د مثبت فکر ورکولو، د موجود او راتلونکي حالت د مدیریت، له محلي امکاناتو او سرچینو څخه د ګټې اخیستلو د څرنګوالي او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو روزنه ورکول کېږي. د ظرفیت لوړونې دغه ورکشاپ د یونیسف موسسې په مالي مرسته د پوهنې وزارت د ټولنیز خوځښت او شوراګانو ریاست له لوري جوړ شوی دی. 
د یادولو وړ ده، چې پوهنې وزارت له پوهنې د ملاتړ په روان کال کې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ښوونځيو شوراګانو سلګونو غړو ته د پوهنې په برخه کې د ټولنې د ښکېلتیا او د دیني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو د ملاتړ جلبولو په تړاو ورته روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي، چې د پام وړ لاسته راوړنې لري.