له ښوونځي بهر ماشومانو د جذب لپاره ۱۲ میلیونه ډالره مرسته کېږي

دوشنبه-واشنګټن: پوهنه منتظره نه شي پاتې کېدلای (ECW) بنسټ وايي، چې ډېر ژر به له افغان پوهنې وزارت سره ۱۲ میلیونه ډالره مرسته وکړي. یادې پیسې له ښوونځيو د بهر ماشومانو د جذب لپاره لګول کېږي. 
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي، چې د پوهنې لپاره د نړیوال مشارکت په ناسته کې د ګډون په موخه امریکا ته تللی د پورته یاد شوي بنسټ له چارواکو سره په لیدنه کې، له ښوونځيو د بهر ماشومانو د حالت په اړه مالومات ورکړل او دا حالت یې خواشینوونکی وباله. د پوهنې وزارت سرپرست وویل:”په داسې حال کې، چې یو افغان هم کولای شي د خپل هیواد په پراختیا کې رول ادا کړي، د ۳،۷ میلیونو ماشومانو له ښوونځي بهر پاتې کېدل، په پراختیايي چارو کې د همدغومره کسانو د نه شاملېدو په مانا دي.” 
د پوهنې وزارت سرپرست وویل، نا امني، بې وزلي، کلتور، وچکالي، سېلابونه، مهاجرتونه، هیواد ته د کډوالو راستنېدل او داسې نور هغه اساسي عوامل دي، چې یاد ماشومان یې له ښوونځي بهر ساتلي دي. 
نوموړي وویل، چې ددې ماشومانو ستره برخه نجونې جوړوي، چې د ټولنې نیمایي برخه ده او له وړتیاو یې کار اخیستنه حیاتي ارزښت لري. 
د پوهنې منتظره نه شي پاتې کېدلای بنسټ مشرې یاسمین شریف وویل، چې بنسټ یې ژمن دی ددې ماشومانو د جذب په موخه په راتلونکې میاشت کې ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړي. نوموړې ددې مرستو د دوام په اړه د پوهنې وزارت د سرپرست وړاندیز ومانه او ټینګار یې وکړ، چې دا مرستې به دوام مومي او کچه به یې هم تر ۵۰ میلیونو پورې رسېږي. 
پوهنې وزارت د روان کال له پیله له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو امکاناتو د کار اخیستنې پرمټ پراخ کمپاین پیل کړی، چې یاد ماشومان ښوونځیو کې شامل کړي.