د پوهنې وزارت سرپرست: افغانستان له نړیوالې پوهنیزې حکومتولۍ اغېزناکه استفاده کوي

دوشنبه-واشنګټن: د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د امریکا غږ آشنا ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې وزارت یې له نړیوالې پوهنیزې حکومتولۍ په اغېزناک ډول استفاده کوي. 
نوموړی وايي، چې د پوهنې په برخه کې د پراخو اصلاحاتو د راوستو لپاره د نړیوالو تجربو کارولو ته اړتیا لري او په دې اړه یې کار هم پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې د تشکیل سمون، د نوي نصاب رامنځته کول او د تدریس په برخه کې له نویو لارو چارو کار اخیستنه هغه څه دي، چې دا مهال یې نړیوال په پوهنه کې کاروي او افغانستان هم پیل کړي دي. 
د پوهنې وزارت سرپرست، له معارفه د ملاتړ لسیزه ددې تجربو د عملي کولو او د پوهنې د حالت د ښه کېدو یوه ښه زمینه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې باید په دې اړه په هر اړخیز ډول هڅې وشي.