لغمان کې د نجونو زده کوونکو ترمنځ د ساینسي تجربو نندارتون جوړ شو

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د نجونو د درې ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د ساینسي مضمونو د علمي تجربو نندارتون جوړ شو. 
دغه نندارتون د قلعه شیخانو، مستورې او علي خېلو ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د قلعه شیخانو لېسې په انګړ کې د داریپ موسسې او ساینس مدیریت لخوا جوړ شوی دی. په یاد نندارتون کې د نجونو زده کوونکو په لاس بېلابېل جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.
د لغمان د پوهنې رییس عبدالله حميدي د نندارتون د جوړېدو له امله له یادې موسسې مننه وکړه او دا ډول نندارتونونه یې د زده کوونکو د ذهني او فکري ودې لپاره مهم وبلل. 
د داریپ موسسې موده وړاندې د لغمان د مرکز اړوند د هلکانو ښوونځيو ترمنځ هم ورته نندارتون جوړ کړی و، چې ښې پایلې یې لرلې. 
د یو بل خبر له مخې د H.H.R.D موسسې له لوري ۲۵۰ یتیمو زده کوونکو ته نغدي مرسته ورکړل شوه. په دې مرسته کې هر زده کوونکي ته ۳ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه. 
دغه راز په لغمان کې د یونیسف موسسې له لوري د کلیوالي ښوونځيو ۶۰ تنو ښوونکو ته میتودیک او علمي ورکشاپ جوړ شو. په دغه ورکشاپ کې ۸ ښځینه ښوونکې هم ګډون لري، چې د بېلابېلو ښوونیزو مسایلو په تړاو به روزنه ورکړل شي.