د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې د معارف پر کلیدي رول ټینګار وشو

پوهنې وزارت – کابل: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې نمانځغونډه د پوهنې د سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي، د کابینې د یو شمېر غړو او د ښځو حقوقو د فعالینو په ګډون جوړه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې د معارف پر کلیدي رول ټینګار وشو. 

په دغه غونډه کې چې د لیندۍ په لسمه د پوهنې وزارت په کوربه توب د ساینس مرکز د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې په لسیزه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې ددې وزارت له محتوايي او عملي پروګرامونو خبر ورکړ. 

ښاغلي بلخي له تاوتریخوالي سره د مبارزې تر ټولو مهمه لاره د افغاني ټولنې باسواده کول وبلل او یادونه یې وکړه، چې د هېواد په تعلیمي نصاب کې به د جندر مساوات شامل او په ټولنه کې د ښځو مقام او ارزښت به د یو فکر په توګه د افغانستان په درسي کتابونو کې بنسټیز شي.
د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد د فعالو مېرمنو په نوم د نجونو د ټولو ښوونځيو او د مېرمنو د تعلیمي مرکزونو نومول په ټولنه کې د ښځو د نوم او مقام د لوړېدو او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو برخه کې د پوهنې وزارت یو له مهمو محتوايي پروګرامونو څخه یاد کړ. 

ښاغلي بلخي د خشونت په له منځه وړلو کې د پوهنې وزارت د عملي پروګرامونو یادونه هم وکړه او مېرمنو ته یې د پوهنې وزارت د ۵۰ سلنه بستونو د ځانګړي کېدو خبر ورکړ. نوموړي زیاته کړه، د پوهنې وزارت اړوند ۱۳ مرکزي بستونو او د هېواد د ټولو ولایتونو د ښوونکو د روزنې ریاستونه مېرمنو ته ځانګړي شوي دي.

د هېواد اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله یادې غونډې ته په یو پیغام کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې د ملي وحدت حکومت د هلو ځلو یادونه کړې او د ښځو پر وړاندې د تبعیضي قوانینو او تقنینیي اسنادو د سمون، د نجونو او مېرمنو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو او د هېواد په دفاعي او امنیتي سکتور کې د ښځو له فعالې ونډې اخیستو خبر ور کړ. 

د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا بي بي ګل غني هم د خپل پیغام په ترڅ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې د معارف پر رول ټینګار وکړ زیاته یې کړه، که چېرې غواړو چې اولادونو مو په یو آرام چاپېریال کې زده کړې وکړي نو باید اجازه ورنکړو چې له ښځو په ځانګړي ډول ښځینه ښوونکو سره تاوتریخوالی وشي. 

د غونډې په پای کې د ښوونې او روزنې په برخه کې ۱۰ فعالو مېرمنو ته تندیسونه ورکړل شول.