ډاکټر بلخي د "پغمان قشنګ" د نجونو عالي لېسې نوې ودانۍ پرانېستله

پوهنې وزارت – کابل: د "پغمان قشنګ" د نجونو عالي لېسې نوې ودانۍ نن دوشنبه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې د سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي او یو شمېر نورو چارواکو لخوا پرانېستل شوه.
په دې اړه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې جوړې شوې غونډې ته د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي وویل، چې دغه ودانۍ د ماشومانو لپاره د آلمان کمېټې له لوري د ۳۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده. 
ښاغلي بلخي له نړیوالو همکارانو د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ، چې یوازې ښوونځيو ته د ودانیو جوړول د معارف د ودې او پیاوړتیا سبب نه کېږي، بلکې د خلکو تر مینځ باید د معارف پرورۍ روحیه پیاوړې شي.

نوموړي د پغمان ولسوالۍ د پوهنې اړوندو ستونزو له هغې ډلې د حقمه الزحمه یي ښوونکو، د ښوونځيو د احاطو او نورو مربوطو ستونزو د حل ژمنه وکړه. 
د ویلو وړ ده، چې د پغمان قشنګ د نجونو لېسې نوې درې پوړیزه ودانۍ ۱۸ درسي ټولګي، ۵ اداري خونې او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې لري، چې له جوړېدو او پرانېستو سره یې شاوخوا ۲ زره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر کړی.